ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: تر اوسه له کابل ښاره ۲۶۳۹۰ سوالگر راټول شوي

ملا برادر: تر اوسه له کابل ښاره ۲۶۳۹۰ سوالگر راټول شوي

author avatar
24 Jan 2023 - 16:20
ملا برادر: تر اوسه له کابل ښاره ۲۶۳۹۰ سوالگر راټول شوي
author avatar
24 Jan 2023 - 16:20

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال نن (د سلواغې ۴مه) ویلي چې د سوالگرو ټولولو کمېټې تر اوسه د کابل له بېلابېلو سیمو ۲۶۳۹۰ سوالگر راټول کړي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر زیاته کړې، د راټول شوو سوا‌ګرو له ډلې ۱۱۸۸۸ ښځې او ۳۳۶۳ نور نارینه دي.

د سرچینې په خبره، په راټولو شوو کسانو کې ۱۱۱۳۹ ماشومان هم دي چې سوال‌ګر او بې سرپرسته ماشومان له بایومیټریک وروسته په روزنتونونو کې شامل شوي او هلته د اعاشې په ورکولو سربېره د زده‌کړو زمینه هم ورته برابره شوې ده.

د یادولو ده، په کابل ښار کې د سوا‌لګرو ټولولو بهیر د روان کال د زمري میاشتې په ۲۲مه ڼېټه پیل شو او تر اوسه دوام لري.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.