کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال نن (د سلواغې ۴مه) ویلي چې د سوالگرو ټولولو کمېټې تر اوسه د کابل له بېلابېلو سیمو ۲۶۳۹۰ سوالگر راټول کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر زیاته کړې، د راټول شوو سواګرو له ډلې ۱۱۸۸۸ ښځې او ۳۳۶۳ نور نارینه دي.
د سرچینې په خبره، په راټولو شوو کسانو کې ۱۱۱۳۹ ماشومان هم دي چې سوالګر او بې سرپرسته ماشومان له بایومیټریک وروسته په روزنتونونو کې شامل شوي او هلته د اعاشې په ورکولو سربېره د زدهکړو زمینه هم ورته برابره شوې ده.
د یادولو ده، په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو بهیر د روان کال د زمري میاشتې په ۲۲مه ڼېټه پیل شو او تر اوسه دوام لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن