ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني د قاتل په بښل کېدو سره پای ته ورسېده

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني د قاتل په بښل کېدو سره پای ته ورسېده

author avatar
24 Jan 2023 - 15:57
جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني د قاتل په بښل کېدو سره پای ته ورسېده
author avatar
24 Jan 2023 - 15:57

شبرغان (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه کس د خپل زوی قاتل ته – چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه وکړه او ويې ویل: «د زوی له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې، ومې نه غوښتل چې دغه درد زموږ مقابله کورنۍ هم تجربه کړي.»

د جوزجان ولایت د استیناف محکمې رییس مفتي عبدالوهاب زاهد وایي، د روان کال په غبرګولي میاشت کې د جهانزیب او فیروز په نومونو دوو کسانو ترمنځ شخړه وشوه چې په پایله کې یې فیروز د جهانزیب له خوا ووژل شو.

هغه څرګنده کړه، د دغې قضیې قانوني کارونو د محکمې ریاست او تحقیقي بنسټونو له لوري ۸ میاشتې وخت ونیوه او جهانزیب تر دې وخته په زندان کې و، تر دې چې د قصاص حکم پرې صادر شو؛ خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ پخلاینه وشوه او دښمني پای ته ورسېده.

زاهد یادونه وکړه: «یو کلنه دښمني چې د جهانزیب او د وژل شوي فیروز د کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، نن پای ته ورسېده او د دواړو کورنیو مشران د یو بل په غېږ کې نیولو سره له کینې او دښمنۍ تېر شول.»

بل پلو، د جوزجان مرستیال والي مولوي ګل‌محمد سلیم د یادو دواړو کورنیو ترمنځ پر پخلاینې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: «موږ په تېرو څلویښتو کلونو کې د خلکو او بېلابېلو قومونو ترمنځ د دښمنۍ پایلې تجربه کړې او د هغې ترخې پایلې مو پر خپل وجود حس کړې دي.»

یوه قومي مشر شیرشاه خان بابري وویل، یو بل ته تېرېدل او پخلاینه په اوسنۍ ټولنه کې یو مهم انساني رکن دی، هر څوک چې د دوو کورنیو او یا دوو قومونو ترمنځ تفرقه زېږوي د ځمکې پر سر له بدترینو انسانانو څخه دی.

په هېواد کې زلزله‌ځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست مولوی شرف‌الدین مسلم چې په یاده جرګه کې یې ګډون درلود، وویل: «د مقتول فیروز کورنۍ زغم او بښنه ما او ټولو قومي مشرانو ته د قدر وړ ده.»

د وژل شوي فیروز پلار نورالدین وویل: «ومې غوښتل چې د خپل زوی وینه د بل ځوان په وینه ونه مینځم، د اولاد له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې او ومې نه غوښتل چې دغه درد بله کورنۍ هم تجربه کړي.»

هغه د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ ختمولو په خاطر د مولوي شراف‌الدین هڅې وستایلې او ویې ویل:«د مولوي صاحب مسلم ګټورې لارښوونې او مشورې زه اړ کړم چې د خپل زوی وینه وبښم.»

هغه له دود سره سم د جهانزیب پلار په غېږ کې ونیو او وویل: «موږ سره وروڼه یو او د خپل زوی د وژل کېدو اړوند له تاسو سره هیڅ ډول کینه او دښمني په زړه کې نه لرم.»

دغه جرګه چې د شبرغان ښار د دشت لیلي شهیدانو په اشرف المدارس دارالعلوم کې د دواړو کورنیو خپلوالنو او سلګونو قومي مشرانو په ګډون کې جوړه شوې وه، تر غرمې مخکې شاوخوا لس بجې پای ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې هم د جوزجان مرستیال والي د خپل پلار قاتل ته -چې د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه کړې وه.

Visits: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.