ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه روان ميلادي کال د افغانستان لپاره ۴،۶ ميليارد ډالر مرسته راجلبوي

ملګري ملتونه روان ميلادي کال د افغانستان لپاره ۴،۶ ميليارد ډالر مرسته راجلبوي

author avatar
24 Jan 2023 - 10:00
ملګري ملتونه روان ميلادي کال د افغانستان لپاره ۴،۶ ميليارد ډالر مرسته راجلبوي
author avatar
24 Jan 2023 - 10:00

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال په روان میلادي کال کې افغانستان ته د ۴،۶ میلیارد ډالرو مرستې جلبولو او پر ۲۸ میلیون افغانانو يې د وېشلو خبر ورکړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي د مرستیال مارټین ګریفیټس په مشرۍ له یوه پلاوی سره وکتل.

سرچینې لیکلي، دغه پلاوي د افغانستان له اوسني امنیته خوښي څرګنده کړه، ویې ویل، د ښه امنیت له کبله توانېدلي چې خپل خدمات د هېواد تر ګوټ ګوټ ورسوي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز مارټین ګریفیټس په ۲۰۲۳ میلادي کال کې افغانستان ته له تر ټولو لوړې کچې (۴،۶ میلیارد ډالر) مرستې جلبولو او پر ۲۸ میلیون هېوادوالو د هغې د وېش خبر ورکړ.

اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شریکې کړې.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې مولوي امیرخان متقي هم په دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسوولیت لري چې د افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې رغنده رول ولوبوي.

متقي ویلي: «موږ د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه لري، له تاسو غواړو چې د نیوکو او خلاوو ترڅنګ په افغانستان کې وروستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول له نړۍوالې ټولنې سره شریک شي.»

سرچينې لیکلي چې متقي د راغلي پلاوي اندېښنې په غور سره  واورېدې.

Views: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.