[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): اسلامي امارت د پوهنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې زدهکړې د هر افغان لپاره اړینې دي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
نن (د سلواغې څلورمه) د پوهنې نړيواله ورځ ده؛ د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه د پوهنې وزارت اعلامیه خپره کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، اسلامي امارت په همدې مناسبت خپل ولس او نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي چې زدهکړې د هر افغان حق دی او هڅه کوي خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
په اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له ټولو اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره سره توانېدلی په ټول هېواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره ديني مدرسې او د سیمهییزو درسي ټولګیو، چټکو او لیک لوست زدهکړو په زرګونو مراکز فعال وساتي.
د پوهنې وزارت ویلي، دا مهال د دغه وزارت په چوکاټ کې لس ميليون زدهکوونکي چې څه باندې دوهنیم میلیون يې نجونې تشکيلوي، په ارامه فضا كې په زدهکړو بوخت دي او د دوهنیم سوه زره ښوونکو له لوري چې ۹۲ زره يې ښځينه دي، تدریس کېږي.
د پوهنې وزارت پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې له څلوېښتکلن بحرانه راوتلی افغانستان دې په ښوونيز ډګر کې یوازې نه پرېږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاره و اوسي.
په اعلامیه کې راغلي، افغان ولس هم دنده لري چې خپلو بچيانو ته د ښوونې او روزنې فرصتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې له پوهنې وزارت سره ملاتړی و اوسي.
خو د پوهنې وزارت د دې نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اعلامیه کې د نجونو د ثانوي او لوړو زدهکړو په اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP