[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې د قرانکریم سوځولو په غبرګون کې به په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب ملاتړ ونه کړي.
څو ورځې مخکې د سویډن پلازمېنه سټاکهولم کې د یوه لاریون پر مهال د سویډن د یوه کیڼ اړخي سیاستوال په مشرۍ د لاریون یوه ګډونوال د قرانکریم یوې نسخې ته اور واچول شو.
پېښه د سویډن پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته شوې چې د ترکانو غوسه یې راپارولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سیاسي اړیکې ترینګلي کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په سوېډن کې د ترکیې او په ترکیه کې د سویډن پر ضد لاریونونه روان دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه لاریون ته د وینا پر مهال ویلي: «سویډن باید له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره زموږ ملاتړ ته په تمه نه شي.»
هغه زیاته کړې: «ښکاره ده هغه کسان چې زموږ د سفارت مخې ته له سپکاوي ډک د دغه عمل لامل شول، نور باید د خپلې غوښتنې منلو لپاره زموږ د سخاوت تمه ونه لري.»
د سویډن حکومت پر دغه لاریون نیوکه کړې ده.
د ترکیې دفاع وزیر هم انقرې ته د خپل سویډني سیال سفر د دغو لاریونونو له کبله لغوه کړی دی.
ترکیه چې د ناټو غړې ده، دا اختیار لري چې د یوه بل متقاضي هېواد له غړیتوب سره مخالفت وکړي.
مخکې انقرې په ناټو کې د سویډن غړیتوب له موافقې سره ځیني شرطونه غوټه کړي وو چې په سر کې یې ترکیې ته باید سویډن د کردانو ځیني مهم مشران وسپاري.
دا لومړی ځل نه دی چې سویډن کې قرانکریم سوځول کېږي، د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په وروستیو کې هم دغه هېواد کې د یو شمېر افراطي کیڼ اړخو له لوري د قرانکریم له سوځولو وروسته مظاهرې شوې وې او لاریونکوونکي او پولیس لاس او ګرېوان شوي وو.
سویډن پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل وروسته په ناټو کې غړیتوب ته وهڅول شو او خپله غوښتنه یې وکړه، خو د دې غوښتنې د تایید لپاره د ناټو د غړي هېواد – ترکیې- موافقه هم باید له ځان سره ولري، مګر اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په ناټو کې د اسټاکهولم د غړیتوب غوښتنلیک راتلونکی تر پوښتنې لاندې راوستلی.
[/restrict]
Views: 114
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن