Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ازبکستان: افغانستان ته به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې برېښنا بېرته وصل کړو

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت ورته ډاډ ورکړی چې تخنیکي ستونزه هواره شوې او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو به افغانستان ته برښنا وصل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاءاحمد د سلواغې په ۴مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «نن د ازبکستان د بهرنیو  چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړ چې په دغه هېواد کې تخنیکي ستونزه هواره شوې او په راتلونکو  ۲۴ ساعتونو کې به افغانستان ته ۲۵۰ میګاواټه برېښنا بېرته وصل کړي.»

له دې مخکې د ازبکستان د برېښنا وزارت هم اعلان کړی و چې تخنیکي ستونزه هواره شوې او سر له چهارشنبې به افغانستان ته د برېښنا جریان بېرته پیل کړي.

شاوخوا لس ورځې مخکې په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزې له امله برېښنا پرې شوې وه چې له امله یې په کابل او ولایتونو کې خلک له ستونو سره مخ شوي دي.

د شمېرو له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا ۲۰۲ میګاواټه برېښنا له ترکمنستان، ۴۴۰ میګاواټ له تاجکستان،  ۴۵۰ میګاواټ له ازبکستانه  او ۱۰۲ میګاواټ له ایرانه واردوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.