مزارشریف (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د بلخ مستوفي وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې له ټاکل شوي پلانه ډېرې (١،٧ میلیارده) افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د بلخ مستوفي عصمتالله سلیمي وایي، د روان کال د لسو میاشتو لپاره یې د یو میلیارد او ۶۷۲ میلیون افغانیو عواید راټولولو پلان جوړ کړى و.
خو زياتوي چې په ياده موده کې دوى ١،٧ ميليارد افغانۍ راټولې کړې دي.
د هغه په وینا، دغه عواید یې د بلخ له بېلابېلو اصنافو او دولتي املاکو د مالیې او کرایې له مدرکونو راټول کړي دي.
سلیمي زیاتوي، د مزارشریف ښار هټۍوالو لپاره یې د تخفیف په توګه د مالیاتو کچه له ١،٥ سلنې څخه ٠،٥ سلنې ته راکمه کړې او هم یې مالیه ورکوونکو ته مالیاتي جرایم معاف کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP