ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارواپوهان: له ماشوم سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند ناوړه پایلې لري

ارواپوهان: له ماشوم سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند ناوړه پایلې لري

author avatar
25 Jan 2023 - 19:44
ارواپوهان: له ماشوم سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند ناوړه پایلې لري
author avatar
25 Jan 2023 - 19:44

کابل(پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): ځینې ​​ماشومان په داسې حال کې  په ټولنه او ان خپلو کورنیو کې له ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلنده شکایت کوي چې ارواپوهان له ماشوم سره د ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند د  ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، دا چاره د دې لامل کیږي چې ځینې ماشومان له انزوا سره مخ او له بې‌بندو باره ډلو سره یوځای شي.

د ماشومانو رټل او ورسره له تاوتریخوالي ډک چلند، په ټولنه کې نوې خبر نه ده، بلکې له کلونو راهیسې ځینې ماشومان د کورنیو او ټولنې په کچه له دغه ډول ناوړه چلندونو څخه ځورېږي.

د کابل ښار د مکروریانو سیمې اوسېدنکی ۱۳ کلن مسعود چې د یوه خصوصي ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی دی، د خپل مشر ورور او خویندو له ناوړه چلنده شکایت کوي وايي: «له کله نه چې مې پلا وفات شوی، زما مشر ورور او درې خویندې له ما سره ښه چلند نه کوي، که شوخي وکړم یا یې ونه کړم له ما سره سم چلند نه لري، ځینې وخت ما وهي او ډېرې بدې خبرې راته کوي.»

مسعود زیاتوی: «زه حق نه لرم چې د دوی ترڅنګ کېنم، یا یې په پیاله کې چای وڅښم او یا په یوه غوري ورسره ډوډۍ وخورم او که چېرې یې وخورم بیا مې وهي.»

دا هلک چې د خپل ورور او خویندو او ان ځينې وخت د خپلې مور له تاوترخوالي ډک چلنده  ستړی شوی، له سترګو یې اوښکې روانې شوې او ویې ویل: «که پلار می ژوندی وای بیا به دومره ظلم نه را سره کېدلای.»

د مسعود مور چې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده، د مسعود د خبرو په تایید سره  وايي: «ریښتیا وايي، د کور ټول غړي د دغه هلک سره ښه چلند نه لري، دی هم ورځ تر بلې شوخېږي، موږ اړ کیږو چې ویې ډبوو او ناسم چلند ورسره وکړو.»

خلیل‌الله په یوه ښوونځي کې د درېیم ټولګي زده کوونکی دی او د کابل په میرویس میدان سیمه کې ژوند کوي؛ هغه هم ورته شکایت لري او وايي: «د مشر ورور مې نه خوښېږم، هر وخت مې ډبوي او له ما څخه ډېر زما کوچنی ورور ورباندې ګران دی.»

شکیبا د خلیل مور ده، په داسې حال کې چې یوه ارواپوه ډاکټر ته راغلې وه، پژواک ته یې وویل: «مشر زوی مې له دغه زوی سره جوړ نه دی، هر وخت پټکې ورته کوي، ډبوي  او سپکوي یې، اوس مې زوی په رواني تکلیف اخته شوی او ان تر دې  چې خپل نوکان خوري.»

هغه وايي، هر څومره چې خپل مشر زوی ته وايي چې د خپلو کشرانو ورورڼو او خویندو سره ښه چلند وکړي خو نه اصلاح کیږي.

ارواپوهان: له ماشوم سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند ناوړه پایلې لري

په ورته وخت کې، ارواپوه او په پاملرنه نړۍواله موسسه (Care international) کې مشاور ډاکټر عبدالجلیل امرخېل پژواک خبري آژانس ته وویل: «د ناسمو لارو چارو لکه ډبول، سپکاوی، تحقیر… پایله دا ده چې ماشومان پر ځان له کم باور درلودو سره را لوی شي، تر زلمیتوبه دا باور اخلي چې دوی هیڅ نه شي کولای، دا ټول د دې لامل کېږي چې ښوونځی پرېږدي، له خرابو او بېکاره ډلو سره یوځای شي، او بالاخره روږدي او له لسګونو نورو ستونزو سره مخ شي.»

هغه زیاته کړه: «دا چې په کور کې څوک ماشومانو ته ارزښت نه ورکوي، وروسته چې هر ځای کې خپل ارزښت پیدا کړي همالته ځي، هغه که ښه او یا بد ځای وي او ناسم چلند د بې جرئتۍ، انزوا، ډار او بېلابېلو رواني ناروغیو لامل ګرځي.»

نوموړی وايي، له ماشومانو سره د کورنیو چلند باید  له مینې ډک وي، د وهلو ډبولو پر ځای دې همکاري ورسره وکړي، د سپکولو پر ځای یې دې وستايي، د تحقیرولو پر ځای دې نرمې خبرې ورسره وکړي او له نورو سره د پرتله کولو پر ځای یې دې له خپلو وړتیاوو سره پرتله کړي.

هغه زیاته کړه، ډېری کورنۍ په دې اند دي چې ټول مسایل پر ماشومانو وتپي او په زور یې پرې ومني، په داسې حال کې چې دا کار ناسم دی.

هغه زیاتوي: «لومړی باید کورنۍ خپل چلند سم کړي، ماشوم به په خپله اصلاح شي، که په دوامداره توګه له نرمۍ کار واخلو، ماشوم به ورو  ورو اصلاح شي، ځکه هغه له سخت چلند سره عادت کړی او څو چې له نرمو او صمیمی چلندونو سره عادت کوي، وخت نیسي او مور پلار باید صبر وکړي.»

په ورته وخت کې، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې څانګې ښوونکی شرف‌الدین عظیمي وویل: «له ماشوم سره ناسم چلندونه زښت ډېر زیانونه لري، په کوم کور کې چې ماشوم له ناسمو چلندونو سره را لوی شي، په شخصیتي، اروایي، ټولنیزو او  انفرادي ستونزو اخته کیږي؛ ځکه له مینې پرته را لویېږي، ډارن کېږي، د مسایلو په حل کې به د ناتوانۍ احساس کوي او چندان تحصیلي پرمختګ به و نه لري.»

د هغه په وینا، مور او پلار باید خپله یوه ښه الګو  و اوسي، دوی خپله باید ښه چلند وکړي، مسوولیت منونکي و اوسې، د خپلو مسوولیتونو تر څنګ خپلو ماشومانو ته هم مسوولیتونه ورکړي، په خپلو کې اقتدار، صمیمیت او لیوالتیا ولري، د تاوتریخوالي، سپکاوي، تحقیر او سزا پرځای درناوي او ستایلو ته مخه کړي.

نوموړی زیاتوي: «که کورنۍ د یو بل له رټلو او تاوتریخوالي څخه کار واخلي، دا د دې لامل کیږي چې د ماشوم په عاطفي او ټولنیزې ودې منفي اغېز وکړي او ماشومان ورانکاري کړي، ماشومان به له نورو سره غوسناک چلند کوي، پر ځان باور به یې له منځه لاړ شي، لږ چې را لوی شي له کوره به وتښتي.»

د هغه په خبره، څومره چې له یوه ماشوم سره له مینې ډک او ښه چلند وشي، هغومره به په راتلونکي کې ریښتونی، با تربیه او مهربان وي؛ ځکه ماشومان په ماشومتوب کې ټول چلندونه له خپلې کورنۍ څخه کاپي او زده‌کوي.

عظیمي داسې سپارښتنه وکړه: «د یوه ارواپوه په توګه درنو کورنیو ته زما سپارښتنه دا ده چې هڅه وکړي د ماشوم روزنې لپاره سم سبک غوره کړي.»

نوموړي د خپلې سپارښتنې په ادامه کې وویل، خپل ماشوم ته وخت ورکړئ څو وکولای شي په ښه ډول خپل ژوند او خپلې اړیکې له نورو ماشومانو سره پر مخ بوځي، له خپلو ماشومانو څخه معقولې هیلې ولرئ، خپل ماشوم ته په ټاکلې اندازه ازادي ورکړئ، ماشومانو سره چې کوم چلندونه کوئ، تر ډېره باید ستایونکي او هڅوونکي و اوسې.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.