ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو کس وژلی

اروزګان کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو کس وژلی

author avatar
26 Jan 2023 - 10:39
اروزګان کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو کس وژلی
author avatar
26 Jan 2023 - 10:39

ترینکوټ (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرو جګړو د هاوان یوې پاتې مرمۍ چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي امین‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه پرون غرمه د ترینکوټ ښار په خانقې سیمه کې هغه مهال شوې چې د عزت‌الله په نوم یوه ځوان غوښتل د خپل کور دېوال ونړوي.

هغه زیاته کړه، په دېوال کې له تېرو جګړو د هاوان یوه ناچاوده مرمۍ پاتې وه چې د کولنګ له لګېدو سره یې چاودنه کړې او یاد ځوان ځای پر ځای وژل شوی دی.

د خانقې سیمې اوسېدونکی او د وژل شوي کس ورور پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، دلته ډېرې سیمې په تېرو کلونو کې د جګړې د لومړۍ کرښې په توګه کارېدې چې له هماغه وخته په کې ناچاودې مرمۍ او ماینونه پاتې دي.

دی وايي، دغه توکي د خلکو ژوند ګواښي، مسوولین یې باید د له منځه وړو لپاره اقدام وکړي.

په اروزګان کې پخوا هم ورته پېښې شوې او په وار وار د تېرو جګړو ناچاوده توکو او ماینونو خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.