ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ یو شمېر خلک: حکومت دې مزارشریف کې د روضې تخریب شوې برخې ورغوي

د بلخ یو شمېر خلک: حکومت دې مزارشریف کې د روضې تخریب شوې برخې ورغوي

author avatar
26 Jan 2023 - 11:06
د بلخ یو شمېر خلک: حکومت دې مزارشریف کې د روضې تخریب شوې برخې ورغوي
author avatar
26 Jan 2023 - 11:06

مزارشریف (پژواک، ٦ سلواغه ۱۴۰۱): بلخ کې یو شمېر خلک او مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د روضې ځینې برخې تخریب شوې او زیاتوي، که ونه رغول شي، ښايي نورې برخې یې هم ژر ویجاړې شي.

د مزارشریف روضې ریاست فني مدیر انجینر زلمي انصاري پژواک ته وويل چې د روضې ودانۍ له تېرو څو لسیزو راهیسې د زلزلې، واورې، بارانونو او چاودنې له امله زیانمنه شوې او ډېرې برخې یې بیارغونې او تحکمیاتو ته اړتیا لري.

هغه اندېښنه ښيي، که د دې تخریب شوو برخو بیارغونه ونه شي، نو ښایي د دې ودانۍ ډېره برخه نوره هم زیانمنه او یا له منځه ولاړه شي.

د دغه ریاست مرستیال حاجي عبدالواحد انصاري وایي چې د روضې د زیانمنو برخو د په نښه کولو سروې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پیل شوه.

نوموړی زیاتوي، د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري په ۲۰مه د روضې بیارغولو عملي چارې پیل شوې چې ٢٨ سلنه بشپړې شوې خو نور يې بيا د رغولو چارې په ټپه ودرېدې.

انصاري زیاتوي، په دې اړه یې د حج او اوقافو پر وزارت سربېره بېلابېلو ادارو ته مکتوبونه استولي خو تر اوسه یې په اړه هیڅ اقدام نه دی شوی.

په ورته مهال، د مزارشریف اوسېدونکي هم وایي چې حکومت باید د دغه ډول تاریخي میراثونو او ارزښتونه ساتنه وکړي.

د مزارشریف یو اوسېدونکی محمدعارف وویل، په تېرو کلونو کې حکومت د روضې بېلابېلو برخو ته پاملرنه کوله خو اوس ورته پاملرنه کمه شوې ده.

هغه زیاتوي، مزارشریف ښار د نوي کال په پیل کې د بېلابېلو بهرنیو او کورنیو مېلمنو کوربه وي او د روضې ویجاړې شوې برخې باید د نوي کال له پیله مخکې جوړې شي.

د مزار يو بل اوسېدونکى نصیب الله هم وایي چې د روضې ځینې برخې ویجاړې شوې او حکومت باید د پخوا په څېر ورته پاملرنه وکړي.

بلخوا د روضې ريیس محمدعالم مبارز هم مني چې د روضې ځینې برخې ویجاړې شوې خو وایي چې له اړوند ادارو سره یې په دې اړه خبرې کړې دي.

هغه ډاډ ورکوي چې د روضې بیارغولو چارې به ډېر ژر پیل شي او د نوي کال لپاره هم چمتووالی لري.

د بلخ مرکز چې هلته د حضرت علي روضې د شتون له امله په «مزارشریف» شهرت لري، د مورخینو په وینا، د حضرت علي رض جسد په ۱۳۰ قمري کال کې له نجف څخه دلته رالېږدول شوی دى.

د مزارشریف د روضې په محوطه کې د حضرت علي، وزیر محمداکبر خان، امیر شېرعلي خان د زیارتونو په ګډون د بېلابېلو ۵۲ نورو شخصیتونو زیارتونه هم شته.

Visits: 79

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.