کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو ماموریت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد به افغانستان ته د خپل وروستي سفر راپور ورته وړاندې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده امارات ماموریت ویاند شهاد مطر په یوه ټويټ کې ویلي چې دغه غونډه د عربي متحده اماراتو، فرانسې او جاپان په غوښتنه سبا جمعه د افغانستان د وضعیت په اړه جوړېږي.
نوموړي زیاته کړې چې په غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله امنه محمد هم حضور ولري او هغه به افغانستان ته د خپل سفر معلومات هم شریک کړي.
هغه لیکلي: «د دې لیدنې حساس ماهیت او په محل کې روان وضعیت ته په کتو، یوه غیرعلني غونډه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیال نظرونو اورېدو لپاره یو مناسب او اغېزناک فرصت دی.»
یاده غونډه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد یوه اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو له خوا د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلې وه او د سرپرست حکومت له ځينو چارواکو سره یې لیدنې وکړې.
نوموړې په یادو لیدنو کې د ښځو پر کار او زدهکړو د لګېدلو محدودیتونو پر لغوه کېدو ټينګار کړی و.
له دې مخکې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورل له امنې محمد سره په لیدنه کې ویلي وو چې دغه ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ کوي.