اټلانټا (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۱): د اسراییل پلازمېنه یروشلم کې یوه فلسطیني ځوان د یهودانو پر یوه عبادتځای برید کړی او اووه کسان یې وژلي دي.
رویټرز خبري اژانس د سلواغې په ۷مه د اسراییلي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه د جمعې په ورځ د یهودانو د عبادت پر مهال شوې ده.
اسراییلي پولیسو دغه برید ترهګریز عمل بللی چې له امله یې د تاوتریخوالي زیاتېدو وېره ډېره شوې ده.
یاد برید په داسې وخت کې شوی چې پرون د پنجشنبې ورځ د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې نهه فلسطینیان ووژل شول.
راپورونو وایي، برید د یروشلم پر سېناګاګ په داسې حال کې شوی چې اسراییلي عبادتکوونکو د (انټرنېشنل هالوکاسټ ریمېبرېنس ډي) یا د یهودانو د قتل عام په یاد کې راټول شوي وو.
که څه هم تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د حماس ډلې یوه ویاند حضام قاسم ویلي چې دغه برید د پرون ورځې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې شوی دی.
خو یادې سرچینې د برید مسوولیت نه دی اخیستی.
اسراییلي رسنیو ویلي چې په سېناګاګ بریدکوونکی د مشرقي یروشلم اوسېدونکی و، خو اسراییل په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP