ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسراییل کې د یوه کس له خوا پر یوه عبادت‌ځای برید کې اووه یهودان وژل شوي

اسراییل کې د یوه کس له خوا پر یوه عبادت‌ځای برید کې اووه یهودان وژل شوي

author avatar
28 Jan 2023 - 03:15
اسراییل کې د یوه کس له خوا پر یوه عبادت‌ځای برید کې اووه یهودان وژل شوي
author avatar
28 Jan 2023 - 03:15

اټلانټا (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۱): د اسراییل پلازمېنه یروشلم کې یوه فلسطیني ځوان د یهودانو پر یوه عبادت‌ځای برید کړی او اووه کسان یې وژلي دي.

رویټرز خبري اژانس د سلواغې په ۷مه د اسراییلي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه د جمعې په ورځ د یهودانو د عبادت پر مهال شوې ده.

اسراییلي پولیسو دغه برید ترهګریز عمل بللی چې له امله یې د تاوتریخوالي زیاتېدو وېره ډېره شوې ده.

یاد برید په داسې وخت کې شوی چې پرون د پنجشنبې ورځ د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې نهه فلسطینیان ووژل شول.

راپورونو وایي، برید د یروشلم پر سېناګاګ په داسې حال کې شوی چې اسراییلي عبادت‌کوونکو د (انټرنېشنل هالوکاسټ ریمېبرېنس ډي) یا د یهودانو د قتل عام په یاد کې راټول شوي وو.

که څه هم تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د حماس ډلې یوه ویاند حضام قاسم  ویلي چې دغه برید د پرون ورځې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې شوی دی.

خو یادې سرچینې د برید مسوولیت نه دی اخیستی.

اسراییلي رسنیو ویلي چې په سېناګاګ بریدکوونکی د مشرقي یروشلم اوسېدونکی و، خو اسراییل په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 370

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.