Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سهيل شاهین په دوحه کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر سره لیدلي

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴): په قطر کې د ا.ا سفیر د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، اوسني سیاسي وضعیت، سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو، بشري مرستو او د علاقې وړ نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت پر اېکس‌پاڼه ليکلي چې د دغه سفارت سفیر محمدسهیل شاهین د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر ماساموتو کینیچي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، د هېواد د سیاسي وضعیت، سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو، د جاپان د بشري مرستو او د علاقې وړ نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.