ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تناظر: افغانستان ته د ترکمنستان برېښنا رالېږدولو پروژه دې ژر بشپړه شي

تناظر: افغانستان ته د ترکمنستان برېښنا رالېږدولو پروژه دې ژر بشپړه شي

author avatar
29 Jan 2023 - 15:14
تناظر: افغانستان ته د ترکمنستان برېښنا رالېږدولو پروژه دې ژر بشپړه شي
author avatar
29 Jan 2023 - 15:14

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا د تولید ځینو پروژو په اړه له تمویلوونکو سره د خبرو پیلېدو خبر ورکوي؛ ځیني متخصصین وايي، حکومت باید نور د بندونو جوړولو لپاره ګاونډیو ته غوږ ونه ونیسي او ژر تر ژره له ترکمنستانه د برېښنا مزي راغځولو پروژه بشپړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا دوو اونیو راهیسې پر افغانستان د ازبکستان د برېښنا له پرې کېدو سره، په هېواد کې خلک له ستونزو سره مخ شوي او د راپورونو له مخې، د ۹۰ سلنه فابریکو چارې هم درېدلې دي.

د پژواک په ټویټر سپېس «تناظر» خپرونه کې تېره شپه په افغانستان کې د برېښنا پر کمښت او حل‌لارو بحث وشو او دغه خپرونه له ۱۶۰۰ ډېرو کسانو په ژوندۍ بڼه واورېده.

د برېښنا تولید لپاره له ځینو تمویلوونکو سره خبرې روانې دي

د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزي وویل، د ازبکستان د برېښنا تولیدي دستګاوې د سړې هوا له امله ټاکلی ظرفیت نه شي پوره کولی؛ نو ځکه یې پر افغانستان لومړی برېښنا په تدریج سره کمه او وروسته یې بیخي پرې کړه.

هغه وايي: «ازبکستان اوسمهال شاوخوا ۱۳۰مېګاواټه برېښنا راپرې ایېښې ده او برېښنا شرکت ورسره په اړیکه کې دی څو له دغه هېواده قراداد شوې برېښنا پوره کړي.»

د راپورونو له مخې، ازبکستان باید د تړون پر اساس افغانستان ته شاوخوا ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا ورکړي.

احمدزي زیاته کړه، په افغانستان کې اوسمهال ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي او ۲۰ سلنه تولیدي ده، د اوس لپاره په ټول هېواد کې ۱۳۷۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا ده، خو په شبکو کې تر۹۰۰ مېګاواټه پورې شته او ۴۷۰ مېګاواټه کمښت لري.

نوموړی وايي: «د اسیا پراختیايي بانک شمېرو له مخې، افغانستان د ۲۲ زره مېګاواټه لمریزې برېښنا، ۶۷ زره مېګاواټه بادي برېښنا او ۲۳ زره مېګاواټه د اوبو برېښنا لپاره مختلفې سرچینې لري.»

هغه د افغانستان د برېښنا ستونزې هواري لپاره د کاپیسا د باغ‌درې بند جوړول مهمه پروژه بولي او وايي، له دغه بند څخه ۲۲۶ مېګاواټه برېښنا تولیدولای شي او له سیاسي پلوه هم ستونزه نه لري.

د هغه په وینا، د یاد بند په جوړولو سره له یوې خوا اوبه مهارېږي او له بلې اوبه یې نغلو بند ته هم ځي چې هلته بیا پرې ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدېږي، سروبي به ترې ۲۰ مېګاواټه نوره برېښنا زیاته تولید کړي او په راتلونکي کې به ترې دویم سروبي بند ۱۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړای شي.

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس زیاتوي: «په هېواد کې د برېښنا د پایښت لپاره په کندهار کې پر ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا او په شبرغان کې پر ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پانګونه شوې؛ له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي باندې – چې تر زر مېګاواټه پورې برېښنا رالېږدولی شي او ۶۵ میلیون ډالر لګښت غواړي- کار روان دی چې ژر تر ژره تکمیل شي.»

له ترکمنستانه د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي راغځولو پروژه په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شوې او ټاکل شوې وه چې دغه پروژه په ۲۰۱۹ کې بشپړه شي، خو د ځینو داخلي ستونزو او سیاسي تحولاتو له امله تر اوسه ځنډېدلې ده.

د احمدزي په اند، برېښنا شرکت په دې اړه پنځه کلن پلان جوړ کړی، له شته امکاناتو ګته اخیستل کېږي او له ځینو تمویلوونکو سره لیدنې هم شوي چې جزئیات به یې په خپل وخت له ټولو سره شریک شي؛ هغه وايي، اوسمهال هم له څو بهرنیو پانګه‌والو سره خبرې روانې دي.

احمدزي په هېواد کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید ته په اشارې سره زیاته کړه، د بغلان په دشت الوان ساحه کې ۲۸۹ میلیون ټنه، د دغه ولایت په ګزګېل سیمه کې ۱۲۳میلیون ټنه، د تخار په کرخ سیمه کې ۲۸میلیون ټنه، د بامیانو په کهمرد کې ۱۲۳میلیون ټنه او د بلخ په رباط چشمه سیمه کې تر ۱۵۰۰میلیون ټنو پورې د ډبرو سکرو زېرمې شته او په دې اړه له کانونو وزارت سره خبرې روانې دي چې کارونه یې پیل شي.

نوموړی زیاتوي: «د یادو او نورو پروژو لپاره ترڅو چې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه ونه شي، شته کاني زېرمې به هم همداسې پاتې وي او افغانستان به تل یو ځپل‌شوی هېواد وي.»

صفي‌الله احمدزي دا هم وویل چې ځینو چینايي او اروپايي کمپنیو له ډبرو سکرو د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

نور باید افغانستان د برېښنا بندونو جوړولو لپاره د ګاونډیو پلمو ته غوږ ونه ونیسي

د افغانستان د برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو پخوانی رییس میرویس عالمي وویل، په افغانستان کې د برېښنا کمښت ستونزه سیاسي ده. د ده په خبره، افغانستان ته برېښنا ورکوونکي هېوادونه پوهېږي چې دغه هېواد بدیله لار نه لري، نو ځکه هره لوبه کولی شي او ان قېمتونه هم لوړولی شي.

دی وايي: «د افغانستان حکومت ته په کار ده چې یوازې پر ازبکستان اتکا ونه کړي، له تاجکستانه دې ډېره برېښنا واخلي او د لنډمهال لپاره له ترکمنستان څخه هغه د ۵۰۰ کیلوولټ مزي کارونه – چې تر ۹۰سلنه تکمیل شوي- ژر تر ژره باید ترسره کړي.»

هغه زیاته کړه، اوس باید د برېښنا پر لویو پروژو فکر وشي، که حکومت خپله توانايي نه لري نو داخلي پانګه‌‎وال دې ورته جلب کړي چې د بندونو پر جوړلو کار وکړي.

عالمي زیاتوي: «د اوږدمهال لپاره افغانستان باید نور د ګاونډیو بهانو ته غوږ ونه ونیسي، اسلامي امارت باید دې برخې ته ډېر پام وکړي، په داسې حال کې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې هیڅ ډونر بهر ته د افغانستان پر روانو اوبو بندونه نه جوړول، ځکه ویل یې چې باید له خپلو ګاونډیو سره سیاسي خبرې حل کړي؛ خو موږ د سیاسي خبرو لپاره داسې صحي او قوي حکومت نه درلود، مګر بیا هم ځينې هڅې کېدې چې سلما بند جوړ شو، شاه او عروس بند شاید یو کال یا څو میاشتې وروسته افتتاح شي، په نغلو کې ظرفیتونه لوړ شول.»

د نوموړي په وینا، په هېواد کې د برېښنا تولید زیاتولو په موخه د پانګه‌والو راجلبولو لپاره باید قوانین واضح شي، د پانګه‌والو امنیت تأمین، هغوی ته تشویقي پروګرام جوړ او د پانګو خوندیتوب ډاد ورکړل شي.

حکومت دې له ترکمنستانه د برېښنا راغځولو پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي

د کابل او ننګرهار د برېښنا پخواني رییس وحیدالله پوپلزي وویل، په هېواد کې د تېرو شلو کلونو پر مهال د لویو بندونو پر رغولو او نویو بندونو جوړلو اساسي کار ونه شو، له هېوادونو سره د اوبو د وېش موضوع روښانه نه ده او په دې برخه کې ستونزې ډېرې دي.

هغه وايي: «اوس دا وخت رارسېدلی چې افغانستان کې د برېښنا لپاره بندونه جوړ او پانګونې ورته راجلبې شي؛ پانګه‏وال باید وهڅول شي چې لمر، ګاز او له ډبرو سکرو د برېښنا د تولید برخه کې اقدمات وکړي.»

نوموړي زیاته کړه، له نورو هېوادونو د برېښنا پېرل کومه ستونزه نه ده، خو که افغانستان تولیدي سرچینې ډېرې کړي، نو هېوادونه به بیا افغانستان ته زارۍ کوي چې برېښنا یې وپېرل شي او هیڅکله به بیا برېښنا پرې هم نه کړي.

پوپلزی زیاتوي: «د لنډ مهال لپاره له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا راغځولو پروژه -چې تر ډېره بشپړه شوې- ژر تر ژر باید بشپړه شي او پر اوسني حکومت غږ کوو چې په هره ممکنه طریقه کولی شي دغه پروژه باید بشپړه کړي.»

هغه وویل، د یادې پروژې پاتې کارونو بشپړولو لپاره میلیونونه ډالرو ته اړتیا ده، دغه پیسې به د اوسني حکومت لپاره ډېرې وي، خو که له خصوصي سکټور سره برېښنا شرکت ته د پور ورکولو په اړه خبرې وشي یا د دوی پیسې په بېلونو کې ورته حساب کړي، نو دغه پروژه به په اسانۍ سره بشپړه شي.

هغه د یادې پروژې بشپړولو لپاره یو بل وړاندیز لري او وايي، که یو صندوق جوړ شي او هر افغان پکې برخه واخلي نو له دې سره به د افغانستان د برېښنا ستونزه په اساسي توګه حل شي.

دغه‌راز نوموړی زیاتوي، د لمریزې برېښنا جوړولو لپاره خصوصي سکټور ته ډاډ ورکول په کار دي چې د برېښنا شرکت یې ترې پېري او په دې سره به هغوی وهڅېږي؛ همداراز ټولې پالیسۍ باید اسانه شي چې هر څوک ژر پروژه ترلاسه کړای شي، اسلامي امارت باید له نړۍ سره د افغانستان پر اوسنیو لګېدلو محدویتونو کار وکړي څو د پانګه‌والو بانکې ستونزې حل شي.

د افغانستان د صنعتګرو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي په تناظر خپرونه کې وویل، افغانستان ته د پانګونې لپاره پانګه‌وال اعلان شوی قانون، د برېښنا او ځای برابرولو تضمین غواړي؛ په دې نه کېږي چې چارواکي پانګه‌والو ته په تشو خبرو بلنه ورکړي چې هېواد ته راشي او دلته پانګونه وکړي.

نوموړی له حکومته غواړي چې په هېواد کې له مرستندویو ټولنو سره کار وکړي څو عامو وګړو ته لمریزه برېښنا برابره کړي.

Visits: 262

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.