ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د سلما بند د اوبو کچې تشخیصولو پروژه پرانیستل شوه

هرات کې د سلما بند د اوبو کچې تشخیصولو پروژه پرانیستل شوه

author avatar
29 Jan 2023 - 14:18
هرات کې د سلما بند د اوبو کچې تشخیصولو پروژه پرانیستل شوه
author avatar
29 Jan 2023 - 14:18

هرات (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د هریرود سیند فرعي حوزې مسوولین وایي، د سلما بند د اوبو کچې د تشخیص او همداراز د څارنې او ساتنې چارې د ۹،۲ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

په هرات ولایت کې د هریرود سیند د فرعي حوزې رییس مولوي سردار ولي مزمل په دې اړه وویل، دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه د ۷ میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو ارزښت په قرارداد ورکړل شوی دی.

د نوموړي په خبره، دغه پروژه -چې قرارداد یې له یونیک وهاج ساختماني شرکت سره شوی- د سلما بند تخنیکي ټیم په حضور کې پرانیستل شوه او چارې یې عملا پیل شوې.

د سلما بند یوه انجنیر چې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، له پژواک سره په خبرو کې وویل، د دغه سیستم په جوړولو سره اوبه په ښه ډول مدیریت کېږي او د مشخص میکانیزم له مخې به د اړتیا پر مهال اوبه خوشې او یا د اوبو د کمښت په صورت کې به ساتل کېږي.

د هریرود سیند فرعي حوزې مسوولین وایي چې د یادې پروژې د تطبیق موخه د بند څارنه او ساتنه او همداراز د سلما بند د اوبو کچې تشخیص او ورسره اړوند تخنیکي مسایل دي.

Views: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.