کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د را روان کال کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوملېکنې پر ځنډولو اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د نجونو د زدهکړو په اړه پر خپلو پرېکړو بیاکتنه وکړي.
اسلامي امارت څه باندې یو کال وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې، د روان کال د لېندۍ په ۲۷مه د نجونو لوړې زدهکړې وځنډولې او دوه ورځې مخکې یې د هېواد له ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو له موسسو وغوښتل چې د را روان لمریز کال لپاره د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوملیکنه تر بل امر پورې وځنډوي.
د اسلامي همکاریو سازمان تېره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو د کانکور په ازموینه کې د نجونو د نوملیکنې مخنیوي په هکله د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړی او د دغه سازمان سرمنشي د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتل شوي چې پر دغې پرېکړې او هغو بندیزونو چې له دې مخکې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي، بیاکتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان تر دې مخکې هم له اسلامي امارته غوښتي و چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې دغه پرېکړې موقتي دي او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حللار وموندل شي.
Views: 111
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن