Pajhwok Afghan News

کابل کې د ترکيې سفیر: ښځو ته باید د شریعت په چوکاټ کې د کار اجازه ورکړل شي

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل کې د ترکيې سفیر، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې غوښتي چې ښځو ته بايد د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د کار اجازه ورکړل شي او دغه هېواد هڅه کوي چې له افغانانو  سره لا ډېرې مرستې وکړي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جیهاد ایرګنیای او په ترکیه کې د سرې میاشتې مسوول فرید احمد ضیا‌ سره وکتل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ترکیې سفیر په ياده ناسته کې وویل چې افغانستان او ترکیه په دیني لحاظ سره وروڼه او دوی له افغانانو سره بشري همکارۍ ته چمتو دي.

ارګینای په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ته په اشارې سره وویل: «ښځو ته بايد د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د کار اجازه ورکړل شي او موږ هم هڅه کوو چې د دغه هېواد له خلکو سره لا ډېرې مرستې وکړو.»

سرچينه کاږي، د ترکیې د سرې میاشتې مسوول ويلي، له هغه راهيسې چې د پکتيکا په برمل او ګيان ولسواليو کې زلزله شوې، په میاشتني ډول له زرو کورنيو سره په منظم ډول د خوراکي توکو مرسته ترسره شوې او له ۳۰ زره نورو کورنيو سره هم د دغه هېواد په ولايتونو کې مرسته شوې ده.

هغه زياته کړې، د اوړي تر موسمه به د دې موسسې له لوري د پکتيکا په دوو کليو کې د زلزله‌ځپلو لپاره د نږدې ۱۰۰ کورونو د جوړولو کار پيل شي او په ٢٥ ولايتونو کې به له ١١ زرو څخه ډېرو کورنيو سره منظمې مرستې وشي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر ویلي، د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو د پېښو له اړخه یو زیان‌منونکی هېواد دی او د یخنۍ له امله دغه ستونزه لا ډېره شوې، له څو ورځو راهیسې د هوا سړېدو له امله له سلو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۸۰ زره څاروي له منځه تللي دي.

هغه د بدخشان د پامیرونو اوسېدونکو ستونزو په اړه ویلي، څه موده مخکې هغوی ته خوراکي، غیرخوراکي او روغتیایي مرستې لېږدول شوې او اوسمهال د اغاخان بنسټ په همکارۍ د ډاکټرانو یو ټیم د تاجکستان له لارې د وضعیت څېړلو لپاره هلته لېږدول شوی دی.

Views: 91

Exit mobile version