ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي

بلخ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي

author avatar
31 Jan 2023 - 11:50
بلخ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي
author avatar
31 Jan 2023 - 11:50

مزارشریف (پژواک، ١١ سلواغه ۱۴۰۱): د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه او ١٨ نور ټپيان شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه اته‌نیمې بجې د چهارکنت ولسوالۍ په قوریق کلي کې د يوه کور د خونې چت لوېدلی دی.

دى وايي، په دې پېښه کې څلور کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

وزیري زیاتوي، د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي چې د ماښام ډوډۍ خوړلو په موخه په يوه خونه کې سره راټول شوي وو.

د وزیري په وینا، د پېښې ټپیان د چهارکنت ولسوالۍ سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې چې وړمه ورځ د کونړ شیګل ولسوالۍ کې هم د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي وو.

Views: 301

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.