زرنج (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): د نیمروز سوداګر وايي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ابریښم بندر له لارې د سوداګرۍ کچه د بېلابېلو لاملونو له امله د پام وړ کمه شوې ده.
د نيمروز ولايت يو سوداګر عبدالستار نورزي -چې له لسو کلونو راهيسې په ابریښم بندر کې سوداګري کوي- له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل، د ابریښم په سرحدي سيمه کې سرحدي لانجو، د اوږدې مودې لپاره د پولې تړل کېدو او په نيمروز کې د ګمرکي محصول لوړېدو منفي اغېزې لرلې دي.
هغه زیاته کړه: «د سوداګرو ستونزې د ګمرکي تعرفو له لوړېدو نیولې بیا د توکو د طی مراحل کېدل او له ګمرکونو څخه د هغوی ایستل، د ګمرک او کنټرول پر مهال د سوداګرو مالونو ته د حکومت نه پاملرنه، د اوسنیو چارواکو له خوا د اړینو، سوداګریزو، عصري او صنعتي توکو د نوعیت نه تفکیک او تشخیص… پر دوی د فشار لامل شوی او د سوداګرۍ کچه یې راټيټه کړې ده.»
هغه زياته کړه، پخوا يې ٧٠ سلنه ماليه وضع کوله، خو اوس حکومت ماليه سل سلنې ته لوړه کړې چې پر سوداګرو يې دروند فشار راوړى دى.
هغه وویل، په ګمرکونو کې د کارکوونکو د شمېر کموالی، د بارونو بیا ځای پر ځای کولو په برخه کې د جدي ستونزو شتون او د خلکو د مالونو پر وړاندې د مسوولینو بېغوري هم هغه عوامل دي چې سوداګر یې زیانمن کړي او سوداګري یې اغېزمنه کړې ده.
د هغه په وينا، یادو ستونزو نږدې ۶۰ سلنه سوداګر اړ کړي چې د ابرېښمو پله له بندره لاړ شي او د هرات اسلامقلعه او د فراه ابونصر فراهي بندرونو ته مخه کړي.
عبدالسلام رحماني د زرنج ښار یو بل سوداګر دي چې له ایران او ترکیې څخه هېواد ته لباسونه واردوي.
هغه پژواک ته وويل، د حکومت له ړنګېدو او اقتصادي نظام له خرابېد وروسته په نيمروز کې هم د نورو ولايتونو په څېر سوداګري کمه شوه، خو د ګاونډيو ولايتونو لکه هرات او فراه په بندرونو کې سوداګري له څه مودې وروسته وغوړېده، خو په نيمروز کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د سوداګرۍ کچه کمېږي.
نوموړي په دغه ولايت کې د سوداګرۍ د رکود په اړه څو عمده لاملونه په ګوته کړل او ويې ويل: «لومړنی عامل يې دا دى چې د هېواد اقتصادي وضعيت خراب دى، له خوراکي توکو پرته نور توکي نه پلورل کېږي؛ دويم دا چې يو شمېر سوداګر د حکومت له سقوط وروسته له هېواده ووتل او پانګه کمه شوې ده.»
هغه زیاتوي چې د ابریښم بندر د ایران حکومت له خوا انحصار شوی، هغوی پرېکړه کوي چې هره ورځ څومره موټر وارد او بهر پرېږدي.
نوموړی وایي: «پخوا له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ترانزیټي موټر هېواد ته راتلل، اوس له ۳۰ تر ۴۰ ډېرو موټرو ته اجازه نه ورکوي چې له دغې پولې هېواد ته وارد شي، موټرونه له ۱۰ تر ۱۵ ورځو په نوبت کې ولاړ وي، سربېره پر دې د ګمرکي محصول زیاتوالي هم پر سوداګرۍ منفي اغېزې کړې دي.»
هغه زیاته کړه، اوسني حکومت د لومړنیو توکو بیه یو څه اندازه ټيټه کړې، خو په بدل کې یې پر سوداګرو مالیه لوړه کړې چې له همدې امله د پخوا په پرتله ۷۰ سلنه کم مالونه هېواد ته واردېږي.
د هغه په خبره، د نیمروز په پرتله د هرات او فراه په ګمرکونو کې اسانتیاوې په ځلونو ډېرې دي، نو له همدې امله د نیمروز سوداګر خپله پانګه هرات ته لېږدوي.
هغه له ځایي چارواکو غواړي چې د ایران له حکومت سره په تفاهم د وريښمو بندر ستونزې حل کړي.
په زرنج کې د ترانزیټي موټرو یوه چلوونکي نصیر سادات پژواک ته وویل: «د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي، اصلا څوک د دغه ولایت په فکر کې نه دي، لاړ شئ او وګورئ چې د نیمروز په ګمرک کې څه خبرې دي، دا چې حکومت په ګمرکي طی مراحلو کې له سوادګرو سره سخت چلند کوي، د سوداګرو ټول بارونه د نورو ولایتونو پولو ته ولېږدول شول.»
هغه وایي، داسې سوادګر پېژني چې نور دې پولې ته خپل مالونه نه رالېږدوي، نور بندرونه ورځ تر بلې پرمختګ کوي، خو د دغه ولایت د بندر حالت د خرابېدو په حال کې دی.
د نیمروز سوداګر په داسې حال کې د سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو شکایت کوي چې تېره اونۍ د سیستان او بلوچستان د والي دوکتور محمد کرمي په مشرۍ، یوه لوړپوړي پلاوي د نیمروز د ځایي حکومت په بلنه، دغه ولایت ته سفر وکړ او له والي او ځايي مسوولینو سره د لیدنو او ناستو په ترڅ کې خبرې اترې وکړې.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیبالله الهام پژواک ته وویل، د سوداګرو، موټرچلوونکو او افغان کډوالو د ستونزو هواري په موخه له ایران څخه یو پلاوی نیمروز ته ورسېد او د سوداګرو د ستونزو په تړاو ورسره خبرې وشوې.
الهام وایي، په دغه ناسته کې دا پرېکړه هم وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ودې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره باید د ابرېښمو پل ۲۴ ساعته د ټرانزیټي موټرو پر مخ خلاص وي؛ د دې پرېکړې له مخې به هره ورځ لږ تر لږه ۶۰۰ ټرانزیټي موټرونه د ابرېښمو پله له لارې تګ راتګ کوي او د سوداګرۍ بهیر به پراختیا ومومي.
د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، په دغه دوهاړخیزه ناسته کې د نیمروز او سیستان بلوچستان د والیانو ترمنځ یو هوکړهلیک هم لاسلیک شو، خو هغه د دغه لیک د منځپانګې په اړه جزیات ورنکړل.
Views: 31
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP