ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

author avatar
1 Feb 2023 - 17:53
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي
author avatar
1 Feb 2023 - 17:53

بامیان (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې مخابراتي خدمتونه کمزوري دي او له حکومته غواړي څو مخابراتي شبکې په هېواد کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته اړ باسي.

د بامیان د مرکز یو اوسېدونکی نجیب‌الله وايي، په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو له ډلې د ام‌ټي‌ان او سلام شرکتونو -چې په دغه ولایت کې تر ټولو ډېر پېرودونکي هم لري-‎ د خدمتونو کیفیت خورا کمزوری دی.

د هغه په ​​خبره، سره له دې خلکو څو ځله خپل شکايتونه او ستونزې د دغه ولايت د مخابراتو او پېرودونکو خدمتونو له رياست سره شريکې کړې، خو د اړوندو مسوولينو له لوري تر اوسه په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دى شوى.

د یاد ولايت بل اوسېدونکى احمدنظري وايي، د يادو شرکتونو انټرنيټي خدمتونه د هغو لوړو بیو ته په کتو ډېر کمزوري دي.

د بامیان دغه اوسېدونکي له اړوندو مسوولینو د مخابراتي ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

د باميان د مخابراتو ریيس رحمت‌الله سلمان مخابراتي ګڼه‌ګوڼه، ترانزيټي ستونزې او د کافي برېښنا نشتوالى په دغه ولايت کې د مخابراتي خدمتونو د ټيټ کيفيت اساسي ستونزې وبللې.

هغه ژمنه وکړه چې د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د خلکو ستونزې به له مرکز او د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره شریکوي او د حل لپاره یې هڅې کېږي.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.