ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډاکټرانو له خوا شفري نسخه‌لیکنه؛ درمل‌پلورونکي: ډېری نسخې د لوستلو وړ نه دي

د ډاکټرانو له خوا شفري نسخه‌لیکنه؛ درمل‌پلورونکي: ډېری نسخې د لوستلو وړ نه دي

author avatar
1 Feb 2023 - 15:27
د ډاکټرانو له خوا شفري نسخه‌لیکنه؛ درمل‌پلورونکي: ډېری نسخې د لوستلو وړ نه دي
author avatar
1 Feb 2023 - 15:27

بادغیس (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): په بادغیس کې یو شمېر درمل‌پلورونکي د ډاکټرانو له خوا پر شفري نسخه‌لیکنې نیوکه کوي او وایي، دا چاره حتی د ناروغانو د ژوند په بیه تمامېدلای شي.

شفري نسخه‌لیکنه په بادغیس ولایت کې له ډېر وخت راهیسې یوه ستونزه ده او تل یې په اړه شکایتونه شوي؛ اوس یو شمېر درمل‌پلورونکي د دغه کار د مخنیوي غوښتنه کوي.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‌نو کې یوه درمل‌پلورونکي محمد یار پژواک خبري اژانس ته وویل، ځیني ډاکټران رمزي او شفري نسخې لیکي چې د هغوی اړوند درملتونونو له کارکوونکو پرته نور څوک یې نه شي لوستلی.

دغه درمل‌پلورونکی زیاتوي، دا چاره ډېر کله د دې لامل ګرځي چې نسخې په سم ډول ونه لوستل شي، ناسم درمل تجویز او ان ښايي د ناروغ د ژوند په بیه تمام شي.

په بادغیس کې یو بل درمل‌پلورونکی احمد وايي، ځیني ډاکټران د خپلې ګټې لپاره نسخې په رمزي او شفري ډول لیکي، خو دغه ډول نسخو ناروغان او درمل‌پلورونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه درمل‌پلورونکي وایي، یاده ستونزه یې په ځلونو د دغه ولایت له ځايي چارواکو سره شریکه کړې، خو تر اوسه نه ده حل شوې.

هغوی یو ځل بیا په بادغیس ولایت کې د عامې روغتیا او اړوندو ادارو له مسوولینو غوښتنه کوي چې یادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د ډاکټرانو د دغه کار مخه ونیسي.

بلخوا، مدني فعال ارباب شیخ‌الاسلامي د ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو پر لیکلو نیوکه کوي او د دغه کار دوام د خلکو له ژوند سره لوبه ګڼي.

په ورته وخت کې، د بادغیس د عامې روغتیا ریاست سرپرست خان‌محمد همت که څه هم په دغه ولایت کې د ډاکټرانو له خوا د شفري او رمزي نسخو لیکل مني خو وايي، دوی تل د دې ستونزې د حل په لټه کې دي.

د همت په خبره، دوی د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سر سم خلکو او ډاکټرانو ته پوهاوی ورکړی او که هر څوک د دوی له اوامرو سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

که څه هم شفري نسخه‌لیکنه کومه نوې موضوع نه ده، خو یو شمېر کارپوهان وایي چې د نسخو په چاپي کېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.

Visits: 86

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.