Language

د هرات تاریخي ابداتو خوندیتوب لپاره ساتونکي ګومارل کېږي

هرات ښار (پژواک، ١٢ سلواغه ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي هرات ته د سفر پر مهال ویلي، ټاکل شوې چې د دغه ولایت د ټولو تاریخي ابدو خوندیتوب په موخه ساتونکي وګومارل شي.

د کورنیو چارو وزارت د (۰۱۲) قطعې مسوول محب‎الله خبیب چې هرات ته یي سفر کړی وايي، په دغه ولایت کې یې له ډېرو تاریخي ابدو لیدنه کړې او د ساتنې لپاره یې محافظین ګوماري.

د خبیب په خبره، اسلامي امارت د تاریخي ابداتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د خوندیتوب لپاره یې د ساتونکو ګومارل اړین ګڼي.

نوموړی زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت دغه پرېکړه تاریخي ابداتو ته د زیاتې پاملرنې په موخه کړې ده.

په ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم‌الحق حقاني له دغه اقدامه د هرکلي ترڅنګ وايي چې د تاريخي ابداتو خوندیتوب لپاره د ساتونکو ګومارل يوه اساسي اړتيا ده او که مخکې د تاريخي ابداتو لپاره ساتونکي موجود وای، اوس به د له منځه تلو له ګواښ سره نه مخ‌کېدل.

د حقاني په وينا، د دوى اداره ژمنه ده او هڅه کوي چې د تاريخي ابداتو ساتنې ترڅنګ په دغه ولايت کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د تګ راتګ اسانتياوې هم برابرې کړي.

نوموړي له مرکزي چارواکو وغوښتل چې د دغه ولايت د تاريخي ابداتو ساتنې او بيارغونې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د هرات ولايت د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکي او فرهنګي فعال معصوم‌ احمدي له پژواک سره په خبرو کې وویل، د کورنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو دغه کړنه په اصل ‎که د هېواد تمدن، فرهنګ او لرغوني تاريخ ته درناوی دی څو له ضایع کېدو یې مخنیوی وشي.

هغه هيله‌من دی چې د مهمو ابداتو او تاريخي اثارو د ساتنې ترڅنګ په کلنۍ بودجه کې د تاریخي ځایونو بيارغونې او ساتنې ته پاملرنه وشي.

د يادونې ده، دا مهال په هرات ولايت کې یوازې د ګوتو په شمېر تاریخي ځایونو خوندیتوب لپاره ساتونکي ګومارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.