Language

۲۴ ټانکر بې‌کیفیته تېل د هرات له اسلام‌کلا بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۲۴ ټانکر بې‌کیفیته ډېزل یې د هرات له اسلام‌کلا بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) پر خپله ټوېټرپاڼه د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي، وروسته له هغه چې د کیفیت لابراتواري ټیسټ وښوده یاد تېل د دې ادارې له سټنډرډونو سره برابر نه دي، بېرته ایران ته وګرځول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د تېرې ورځې راپور له مخې، د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکو شکایت کړی و چې واردېدونکي تېل ښه کیفیت نه لري او هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.