ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وېش لپاره د امکاناتو نشتوالي له امله د نورستان برېښناکوټ ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا ضایع کېږي

د وېش لپاره د امکاناتو نشتوالي له امله د نورستان برېښناکوټ ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا ضایع کېږي

author avatar
3 Feb 2023 - 10:23
د وېش لپاره د امکاناتو نشتوالي له امله د نورستان برېښناکوټ ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا ضایع کېږي
author avatar
3 Feb 2023 - 10:23

پارون (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): نورستان کې د برېښنا مسوولین وايي چې د دغه ولایت برېښناکوټ ټوله ۷۵۰ کیلوواټ برېښنا تولیدوي خو د وېش لپاره یې د امکانات نه درلودو له امله اوس یوازې ۲۵۰ کیلوواټ برېښنا مصرفېږي او پاتې ضایع کېږي.

د دغه ولایت د برېښنا امر مولوي فضل‌الحق حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د نورستان برېښناکوټ چې د پارون پر سیند جوړ دی او دوه ټوربینه لري، ټولټال ۷۵۰ کیلوواټ برېښنا تولیدوي.

هغه زیاته کړه، له دې برېښنا یوازې ۲۵۰ کیلوواټ برېښنا مصرفېږي چې د پارون ښار دولتي ادارو، هټیو او رسټورانټونو ته ورکړل شوې ده خو پاتې ۵۰۰ کیلوواټ یې ضایع کېږي؛ ځکه دوی یې نورو سیمو ته د مزو غځولو او وېش امکانات نه لري.

دی وايي، اوسمهال له دې برېښنا په کلني ډول ۱۵ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کوي خو که پاتې برېښنا نورو سیمو ته وغځوی نو عواید به یې تر ۴۰ میلیون افغانیو لوړ شي او خلک به هم له برېښنا برخمن شي.

نوموړی وايي، په تېر حکومت کې متوازن پرمختګ نه و، یوازې لویو ولایتونو ته کار کېده، همدا لامل دی چې په نورستان کې برېښنا همداسې محدوده پاتې شوې او پر خلکو نه ده وېشل شوې.

د نورستان د والي ویاند سیف‌الدین لټون وايي، ولایتي اداره هڅه کوي د پارون ځینو برخو ته برېښنا وغځوي.

هغه زیاته کړه، والي حافظ محمداغا حکیم مرکز ته په خپل وروستي سفر کې د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په دې اړه خبرې کړې وې.

دی وايي، همدا روانه اونۍ له مرکز کابله یوه تخنیکي ډله نورستان ته راغلې وه او د برېښنا د مزو لېږد په موخه یې د پارون په درېیو کلیو، ماندي، مدینه او پشکي کې سروې وکړه.

د ده په خبره، د برېښنا د وېش دا چارې به د راتلونکي کال په وري میاشت کې پیل شي چې میلیونونه افغانۍ لګښت به ولري.

د مرکز پارون اړوند د پشکي کلي یو اوسېدونکی سلیم شاه هم وايي، که د پارون برېښنا کوټ برېښنا دغه او نورو کلیو ته وغځول شي او پر خلکو ووېشل شي نو خلک به د رڼا ترڅنګ د کورونو ګرمولو لپاره هم له برېښنا کار اخلي چې دا کار به د ځنګلونو وهلو مخنیوي لامل هم شي.

د نورستان ولایت زیاتره سیمو کې خلکو ته په تېر نظام کې د ولسي تړون او ملي پیوستون پروګرامونو له لارې کوچني برېښناکوټونه جوړ شوي چې د برېښنا په برخه کې یې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړې دي.

Visits: 408

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.