ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلام‌‎‌اباد کې د پاکستاني پولیسو له خوا لسګونه افغانان نیول شوي

اسلام‌‎‌اباد کې د پاکستاني پولیسو له خوا لسګونه افغانان نیول شوي

author avatar
4 Feb 2023 - 11:48
اسلام‌‎‌اباد کې د پاکستاني پولیسو له خوا لسګونه افغانان نیول شوي
author avatar
4 Feb 2023 - 11:48

اسلام‌اباد (پژواک، ١٥ سلواغه ١٤٠١): تېره شپه ناوخته پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې تر شلو ډېر افغانان نیولي او له پلټنو وروسته یې بېرته خوشي کړي دي.

پولیسو یاد عملیات د اسلام‌اباد د بهاره کهو سیملي دِم روډ سیمې په شارجه پلازا کې په داسې مهال کړي چې ټول په خپلو خونو کې ویده وو.

له نیول شوو کسانو خبریال احمد فیروز ایثار د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «پولیس چې شمېر یې نږدې څلویښتو ته رسېده، په تاوتریخجن او ناانساني اقدام سره پلازې ته دننه شول او زموږ کورونه یې تلاشي کړل.»

هغه زیاته کړه، تلاشي کوونکو چې ټول نارینه وو، د کورونو پلټنې پر مهال له ښځو سره ناوړه او له تاوتریخوالي ډک چلند کاوه.

هغه وایي، هغوی د تلاشۍ پر مهال له افغانانو پاسپورټ او د اړیکې نیولو وسایل اخیستل او په دې اړه چې ولې یې د شپې په دغه وخت کې له احوال ورکولو پرته کورونو ته ننوتل، څه نه ویل.

د ایثار په خبره، پولیسو تر شلو ډېر افغانان چې په شارجه پلازا کې اوسېږي، له خپلو کورونو وایستل او په موټر کې یې د پولیسو امریت ته بوتلل.

نوموړی وایي: «زما د خوشي کېدو لپاره د پرېس کلپ له مداخلې او په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د بد خبر له خپرېدو وروسته پولیس اړ شول چې د شپې یوه نیمه بجه زموږ ګاونډیان چې د هغوی په بند کې وو، خوشي کړي.

په همدې حال کې، په پاکستان کې د افغان خبریالانو ګروپ چلوونکی محمد شاهرخ طاهري وايي: «موږ د خبریالانو یوې ډلې د  اړیکو ساتلو لپاره تېر کال پاکستان ته له راتلو وروسته یو ګروپ جوړ کړ او هرکله چې زموږ یوه هم‌مسلک ملګري ته په کومه سیمه کې څه ستونزه راپېښه شي، موږ سمدستي خبرېږو.»

هغه وایي، د پاکستان پرېس کلب په همکارۍ له یو ساعت په کم وخت کې یې وکولای شول چې احمد فیروز ایثار د پولیسو له بنده راخلاص کړي.

دغه راز، د پاکستان پرېس کلب غړی قمر یوسفزی وایي چې پولیسو یو شمېر افغانان نیولي وو چې له پلټنو وروسته یې بېرته راخوشي کړي دي.

له بلې خوا، پولیسو ویلي چې د دغو عملیاتو موخه د افغان کورنیو د اسنادو چک کول و.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني نظام له سقوط وروسته یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پاکستان ته کډوال شوي دي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.