پل علم (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت په څرخ او برهکي برک ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړېږي.
د یاد ریاست مطبوعاتی مسوول صبغتالله نایبخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په ۱۰ میلیون افغانیو لګښت په برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې د څلورو ماشتو په موده کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، په یادو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړېدل د خلکو اساسي غوښتنه وه چې د دغو دواړو پروژو له عملي کېدو سره به ۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
نوموړی وایي: «د څښاک پاکو اوبو رسولو هرې شبکې ته د یوې، یوې ژورې څاه کېندنه، د اوبو ذخیرې جوړول، د اوبو را ایستلو لپاره د سولر سیسټم نصبول او هرې کورنۍ ته د اوبو نل غځول شامل دي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP