منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر په دوو ولسوالیو کې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو دوه شبکې جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۵۹ کتنې

پل علم (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت په څرخ او بره‌کي برک ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړېږي.

د یاد ریاست مطبوعاتی مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په ۱۰ میلیون افغانیو لګښت په بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څلورو ماشتو په موده کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، په یادو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړېدل د خلکو اساسي غوښتنه وه چې د دغو دواړو پروژو له عملي کېدو سره به ۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.

نوموړی وایي: «د څښاک پاکو اوبو رسولو هرې شبکې ته د یوې، یوې ژورې څاه کېندنه، د اوبو ذخیرې جوړول، د اوبو را ایستلو لپاره د سولر سیسټم نصبول او هرې کورنۍ ته د اوبو نل غځول شامل دي.»

د بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو اوسېدونکي وایي، اوسمهال په خپلو کلیو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د بره‌کي برک د «نه برجه» کلي یوه قومي مشر حاجي رحیم‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال په خپل کلي کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د یادې شبکې په جوړېدو سره به لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

هغه وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دې د بره‌کي برک ولسوالۍ په پاتې کلیو کې هم د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې کړي څو خلک له شته ستونزو خلاص شي.

د څرخ ولسوالۍ د «پسپېچک» کلي یوه اوسیدونکي محمداجان پژواک خبري اژانس ته وویل: «ډېر خوښ یو چې د یونیسف ادارې له لوري زموږ په کلي کې د څښاک اوبو شبکه جوړېږي، اوسمهال مو نارینه او ښځينه د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي.»

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د مرکز پل علم په بابوس او غیرت‌اباد، د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار او د خروار ولسوالۍ په طاوس‌خېلو کلیو کې هم د ۲۹ میلیون افغانیو په مالي لګښت د څښاک پاکو اوبو د ۴ شبکو جوړولو چارې پيل شوې وې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۷۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه