کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): کابل ښاروالي وایي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څارويو د پېر او پلور بازارونه د ښاري ګډوډۍ او چاپېریال ککړېدو لامل شوي او ټاکل شوې ټول یاد بازارونه د دغه ښار «کمپنۍ» سیمې ته ولېږدول شي.
کابل ښاروالۍ نن (د سلواغې ۱۶مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د سالم ښاري چاپېریال ساتلو په موخه د اتمې ناحیې اړوند د لوګر ټانک او قلعهچه سیمو له یو شمېر څارويپلورونکو سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې کابل ښاروال د ښاري سیمو پراختیا او ساتنې په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په اړه خبرې وکړې.
سرچینې د کابل ښاروال له قوله لیکلي، د ښار په نامناسبو ځایونو کې د څارويو بازارونو شتون د ښاري ګډوډۍ او د چاپېریال ککړېدو لامل شوي چې ژر به د ښار له بېلابېلو سیمو د دې برخې ټول فعالیت کوونکي کمپنۍ سیمې ته ولېږدول شي.
سرچینه زیاتوي، په ورته وخت کې د اتمې ناحیې اړوند څارويپلورونکو ژمنه وکړه چې د څارویو خرڅلاو بازارونه به د ښار په لوېدیځه څنډه کمپنۍ سیمه کې د کابل ښاروالۍ د څارویو پلور مارکېټ ته لېږدوي او همداراز یې د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
Views: 641
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن