کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): ماليې وزارت د سیګار وروستی راپور چې په کې ویل شوي چې چې اسلامي امارت له هغو انجوګانو چې بشردوستانه مرستې کوي، د لایسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي، رد کړی دی.
دغه وزارت پر خپلې ټويټرپاڼې د اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ایالتونو ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) د امریکا کانګریس ته په خپل ربعوار راپور (۳۰/۱/۲۰۲۳) کې ادعا کړې چې اسلامي امارت په افغانستان کې له هغو انجوګانو او بنسټونو څخه چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي، د لایسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي چې د دوی د عوایدو ستره برخه جوړوي.
په اعلاميه کې زياته شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزارت د سیګار دغه راپور له حقیقت څخه لرې بولي او په کله يې ردوي.
سرچينه کاږي، د ماليې وزارت ټولو هغو انجوګانو او بنسټونو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعاليت کوي، مالياتي معافيت ورکړی دی چې نه ماليه ورڅخه اخلي او نه هم کوم اداري مصارف ورڅخه وضع کېږي، همدارنګه په ټولو ګمرکونو کې د همدې انجوګانو او بنسټونو د توکو پر واردولو، ټولې ګمرکي تعارفې صفر دي او بې له کوم محصول څخه د دې بنسټونو توکي هېواد ته داخليږي.
له بهرنيو انجوګانو او بنسټونو څخه يواځې د لایسنس فيس اخیستل کېږي چې په ډېره لږه کچه پيسې دي او يو قانوني چوکاټ لري چې له نورو هېوادونو سره په انډول کې دی او د افغانستان پر ملي عوايدو باندې هیڅ کوم اثر نه لري.