ترینکوټ (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د لسګونو مدرسو سلګونو طالبانو ته د تعلیمي او تحصیلي رسمي سندونو ورکولو په موخه د ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه.
چارواکي وايي، د دې ازموینې په پایله کې به د مدرسو بریالیو طالبانو ته د دوولسم ټولګي، څوارلسم ټولګي او لیسانس په کچه د زدهکړو رسمي سندونه ورکړل شي.
د اروزګان پوهنې رییس مولوي خیرالله حقنما پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ازموینه کې ۷۰۰ طالبان ګډون کوي چې د مرکز او ولسوالیو له لسګونو دیني مدرسو دوی ته ورپېژندل شوي دي.
دی وايي، په ازموینه کې د دیني زدهکړو د «عالمیه»، «عالیه» او «خمسیه» درجو په کچه پوښتنې راوړل شوې دي.
د ده په خبره، د ازموینې پوښتنپاڼې د پوهنې وزارت له خوا لېږل شوې او ازموینه د اروزګان د پوهنې ریاست له لوري د جوړې شوې کمېټې له خوا اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړه: «هغه طالبان چې د دیني زدهکړو لویه دوره (عالمیه) یې بشپړه کړې وي، د لیسانس په کچه د فراغت سند ورکول کېږي، هغوی چې وړه دوره (عالیه) یې بشپړه کړې وي د څوارلسم ټولګي او هغوی چې له وړې دورې ټیټې (خمسیه) زدهکړې یې بشپړه کړې وي، د دوولسم ټولګي په کچه د فراغت اسناد ورکول کېږي.»
د ده په خبره، دغه اسناد د پوهنې وزارت اړوند د اسلامي تعلیماتو معینیت له لوري ورکول کېږي.
نوموړي وویل، پخوا په دې پروسه کې یوازې د دوولسم ټولګیو په کچه د فراغت اسناد ورکول شامل وو، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هغو طالب العلمانو لپاره چې کلونه یې دیني زدهکړې کړې او له دې پروسې بې برخې شوي وو، اوس په دې پروسه کې د څوارلسم او لیسانس په کچه د فراغت سندونو ورکول هم شامل شوي دي.
هغه وايي، په دې توګه به د دوولسم او څوارلسم ټولګیو په کچه د فراغت اسنادلرونکي طالبان په کانکور ازموینو کې هم د ګډون له حقه برخمن شي.
حقنما دا هم وویل چې چې له دیني مدرسو فارغ طالبان به د رسمي سندونو له اخیستلو وروسته په دولتي ادارو کې دندې هم ترلاسه کولای شي.
ازموینه کې ګډونکوونکي طالبان خوشحاله دي چې دوی ته د زدهکړو رسمي سندونو ورکولو لړۍ پیل شوې ده.
ازموینې ته له خاص اروزګان ولسوالۍ راغلي مولوي رحیمالله پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې خپلې دینې زدهکړې یې د مولويتوب (عالمیه) تر کچې بشپړې کړې دي.
ده زیاته کړه، یوازې له دیني مدرسې د فراغت سند لري کوم چې په دولتي ادارو کې د دندې موندلو په برخه کې نه منل کېږي.
دی وايي، خوشحاله دی ازموینه ورکوي او د لیسانس په کچه رسمي سند ترلاسه کوي.
د ازموینې بل ګډونوال قاري نصیبالله بیا غواړي چې د ازموینې په پایله کې د دوولسم ټولګي سند ترلاسه کړي او د لوړو زدهکړو لپاره لاره ورته پرانیستل شي.
هغه وویل، د پوهنتون لوستل یې لوی ارمان دی او د دوولسم ټولګي له سند پرته یې ورتګ ناشونی و.
د یادونې ده، د ازموینې دا لړۍ په ټول هېواد کې پیل شوې چې د چارواکو د معلوماتو له مخې، هر کال به یو ځل اخیستل کېږي.
Views: 189