کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی وايي، هېواد یې په کابل کې د خپل سفارت د تړلو په اړه هیڅ پروګرام نه لري.
افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دا څرګندونې تېره ورځ (دوشنبه) له تاس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې کړې دي.
نوموړي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه داسې پلان لري که نه؟ وویل: «دغسې فکر حتی رامخې ته شوی نه هم دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بندېدو په تړاو راپورونه خپاره شول.
خو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له شمشاد ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې د عربستان سفارت کارکوونکي د روزنې په موخه له کابله تللي او ډېر ژر به افغانستان ته راستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم کابلوف کابل ته د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره ویلي وو چې مسکو په افغانستان کې د ثبات او پراختیا غوښتونکی دی او نه غواړي چې لویدیځ هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن