ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

نیمروز کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
7 Feb 2023 - 16:04
نیمروز کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
7 Feb 2023 - 16:04

زرنج (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د (سلطان‌خېل او محبت‌خېل) قومونه له ۳۵ کلنې دښمنۍ او وینې تویونې وروسته د ځايي حکومت په منځګړیتوب له یو بل سره پخلا شول.

په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د یاد ولایت په امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست کې جوړ شوي وو، د دواړو قومونو مشرانو، مخورو، علماوو، د دولتي ادارو استازو او ځوانانو ګډون کړی وو او د یادو قومونو ترمنځ د لانجو د هواري په موخه پوره یوه ورځ بحثونه وشول چې په پایله کې یې ‎‎دښمني پای ته ورسېده او سره پخلا شول.

د نيمروز ولايت د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شكايتونو ‎اورېدو ریيس مولوي عبدالغفار فاروق -چې د دې جرګې مشري يې كوله- پژواک خبري اژانس ته وويل، د امر باالمعروف او نهی عن‎المنكر رييس په هڅو د یادو دوو قومونو (سلطان‌خېلو او محبت‌خېلو) ترمنځ ٣٥ کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه او یو بل یې غېږ کې ونیول.

هغه د سولې او ورورګلوۍ چاپېریال برابرول د هر وګړي مسوولیت وباله ‎او ویې ویل: «موږ ټول باید د مسلمان په توګه د خلکو ترمنځ د بې‎اتفاقۍ له منځه وړلو لپاره هڅې وکړو.»

د هغه په ​​خبره، یاد قومونه ‎د فراه ولايت د خاک‎سفيد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي او اوسمهال د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې اوسېږي چې د اختلافاتو له امله يې له ٣٥ کلونو راهيسې يو له بل سره راشه درشه نه لرل او ان د یو بل د خوښۍ او غم په مراسمو کې یې ګډون نه کاوه.

د ښاري محکمې قاضي مولوي قدرت‎الله رفعت -چې په دې غونډه کې د منځګړي رول درلود- دواړه قومونه یي سولې او ورورګلوۍ ته راوبلل او ويې ويل، په سوله او پخلاينه کې روحي او جسمي اسوده‎ګي نغښتې چې د رامنځته کولو لپاره يې بايد جدي هڅې وکړو.

هغه زیاته کړه:«دغه دوه قومونه له کلونو راهیسې د قومي اختلافاتو له امله له یو بل سره دښمني لرله، له یو بل سره یې کورنۍ تګ راتګ نه درلود، نن یې د نیمروز ځايي ادارې په منځګړیتوب روغه وکړه او د ډېرو خلکو پر وړاندې یې ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې یو بل ته زیان نه رسوي.»

رفعت وایي، د هرې دښمنۍ پای سوله ده، ځکه په سوله کې ارامښت دی او برعکس په جنګ او دښمنۍ کې له زیانونو او کینو پرته نور څه نشته چې د رواني او جسمي زیانونو لامل کېږي؛ نو خلک باید د سولې او دوستۍ په فضا کې ژوند وکړي.

د سلطان‌خېلو قومي مشر پیرمحمد سلطاني پژواک ته وویل، ۳۵ کاله وړاندې د دغو قومونو دوو کسانو د اختلافاتو له امله لفظي شخړه وشوه او له یو بل سره ونښتل چې په پایله کې د دواړو قومونو د دښمنۍ لامل شوه.

د هغه په خبره، له دې پېښې یوه میاشت وروسته، دواړه لوري یو بل سره ونښتل چې په پایله کې یې د سلطان‌خېلو قوم یو کس ووژل شو او د دواړو ترمنځ دښمني پیل شوه.

هغه وایي، له یادې پېښې وروسته د سلطان‌خېلو قوم ځوانان احساساتي شول، پر مقابل لوري یې برید وکړ چې په کې له هغې غاړې هم یو کس ووژل شو او د دواړو لورو ترمنځ دښمني لا سخته شوه.

سلطاني زیاته کړه: «په لومړیو کې چې یو ځوان ووژل شو، له شپې تر سهاره ویښ وو او خپلې کورنۍ مو بل کلي ته ولېږدولې؛ ځکه د مقابل لوري له تېري ډارېدو او امنیتي تدابیر مو نیولي وو، ان څو ځله مو کورونه هم بدل کړل.»

هغه د امر بالمعروف له ادارې څخه چې د پخلاینې جرګه یې جوړه کړې وه په مننې سره وویل، ټول خلک دې خپل اختلافات پای ته ورسوي، د خدای امر دې پر ځای کړي، ځکه په سوله او روغه کې برکت او ارامښت دی.

د محبت‌خېلو قوم استازي محمد زور رسولي د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو له ریاسته د سولې او روغې جوړې دغې زمینې برابرولو په تړاو مننه وکړه او ویې ویل، د یادو قومونو ترمنځ جنګونو د کلي او ګاونډ خلکو ارامي هم له منځه وړې وه او ځايي خلکو هم د جنګ بیا پیلېدو له امله د خطر او ویرې احساس کاوه.

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې ۴۰ کلنې جګړې ځوانان له روحي او رواني ستونزو سره مخ کړي، په عادي لفظي شخړې سره هم يو پر بل حمله کوي او بیا د وينو تويولو او جګړو لامل ګرځي.

هغه وايي، د سیمې مخورو د دغو اختلافاتو هواري لپاره څو نورې ناستې هم کړې وې خو بې پایلې وې، دواړه لوري ونه توانېدل چې خپلې کرکې یوې خواته کړي او سوله وکړي؛ خو نن د مسوولینو او علماوو په شتوالي کې دې جرګې ښه پایله ورکړه.

نوموړي وویل، که څه په دغه جنګ کې یې خپل یو ځوان له لاسه ورکړی، خو حاضر دی چې د هغه وینه وبښي او د خدای (ج) دا امر پر ځای کړي چې (والصلح خیرا)، څو راتلونکی نسل د کرکې او تاوتریخوالي نه بلکې د مینې لاره خپله کړي.

دواړو خواوو د خلکو په حضور کې ژمنه وکړه چې په پوره خلوص او ريښتنولۍ سره به خپلې شخړې ختموي، د ورورګلوۍ په فضا کې به سره ژوند کوي او په راتلونکي کې به هیڅ ډول دښمني او تفرقه نه پالي.

د دغو دواړو قومونو مشرانو په یوه پيغام کې نورو قومونو ته وویل چې له اختلافاتو ډډه وکړي او د تاوتریخوالي، نفاق او ورور وژنې ختمولو لپاره له دوی نه الګو واخلي او یو بل په غېږ کې ونیسي.

Visits: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.