غور کې د سیاسي دلایلو له امله د دوو قومونو ترمنځ څو کلنه دښمني پر سوله او دوستي بدله شوه
په غور کې یو قومي مشر محمدعثمان ملکزاده وايي، په تېرو ۴۰ کلونو کې په دوو جهادي تنظیمونو کې د دوو قومونو غړیتوب د دوی ترمنځ د سختو اختلافاتو لامل شوی و چې له بدمرغۍ پرته یې بله پایله نه درلوده؛ اوس دوی ورته د پای ټکی اېښی او د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند پیل کړ.






