ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د سیاسي دلایلو له امله د دوو قومونو ترمنځ څو کلنه دښمني پر سوله او دوستي بدله شوه

غور کې د سیاسي دلایلو له امله د دوو قومونو ترمنځ څو کلنه دښمني پر سوله او دوستي بدله شوه

author avatar
11 Dec 2022 - 16:33
غور کې د سیاسي دلایلو له امله د دوو قومونو ترمنځ څو کلنه دښمني پر سوله او دوستي بدله شوه
author avatar
11 Dec 2022 - 16:33

فېروزکوه (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): په غور کې یو قومي مشر محمدعثمان ملکزاده وايي، په تېرو ۴۰ کلونو کې په دوو جهادي تنظیمونو کې د دوو قومونو غړیتوب د دوی ترمنځ د سختو اختلافاتو لامل شوی و چې له بدمرغۍ پرته یې بله پایله نه درلوده؛ اوس دوی ورته د پای ټکی اېښی او د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند پیل کړ.

د «پهلوان او باین» قومونو ځیني غړي چې د غور په تیوره ولسوالۍ کې اوسېږي او له ډېرو کلونو راهیسې یې یو له بل سره دښمني درلوده، ان دا دښمني په دوی کې د قتل او وینې تویونې لامل هم شوې وه؛ په دې وروستیو کې یې دښمني پای ته رسولې او وایي چې اوس له وېرې پرته ژوند کوي.

In Ghor, due to political reasons, the years of enmity between the two tribes turned into peace and friendship

غور کې د سیاسي دلایلو له امله د دوو قومونو ترمنځ څو کلنه دښمني پر سوله او دوستي بدله شوه

د یادونې ده، پهلوان قوم د استاد برهان‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي او باین قوم د انجنیر گلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب اسلامي ګوندونو غړیتوب درلود.

د پهلوان قوم مشر محمدعثمان ملکزاده وايي، د یادو قومونو ترمنځ د اختلافاتو اصلي ریښه د ګوندونو او سیاسي جریانونو رامنځته کېدل وو چې په تېرو دوو لسیزو کې پر ګڼو قربانیو سربېره دواړو خواوو ته سخت زیانونه اړولي دي.

هغه وویل چې دوی مخکې څو ځلې د تاوترخوالي پای ته رسولو او سولې لپاره تصمیم نیولی و خو هیڅ نتیجه یې ور نه کړه، پر ځای یې د دغو دوو قومونو ترمنځ جنګ او نفاق نور هم ډېر شو.

نوموړي زیاته کړه: «په لومړیو کې اختلافات د جمعیت او حزب اسلامي ګوندونو او تنظیمونو پر سر وې، په تېرو څو لسیزو کې چې کوم حکومتونه راغلل او ولاړل، کومه نتیجه یې ور نه کړه، موږ ډ‌ېر تریخ ژوند تېر کړی دی.»

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د دوی ترمنځ اختلافاتو د ډېرو مالي زیانونو ترڅنګ، دغه راز ډېرې قربانۍ هم اخیستې دي او زیاته یې کړه: «د اختلافاتو له امله د اوښتو زیانونو په اړه سم معلومات نه لرم خو له دواړو خواوو له سلګونو ډېر کسان وژل شوي، ټپیان او معلول شوي دي.»

د باین قوم مشر خلیل‌احمد حکیمي ملکزاده ته ورته وخت یې تېر کړی هم وايي، سیاسي شخړې لامل شوې چې خپلې اصلي سیمې پرېږدي او په نورو ولایتونو کې په بدو شرایطو کې ژوند وکړي.

هغه وویل: «موږ د تېرو څو کلونو شخړو کې عجیب و غریب شرایط وزغمل؛ شهیدان مو ورکړل او موږ ۲۰ کاله کېږي په هلمند ولایت کې مهاجر یو او سخت وختونه مو تېر کړي.»

دغه راز د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکی او د پهلوان قوم یو مشر ۷۸ کلن تاج محمد مسوول، هغه چې له دې دښمنۍ نور په ستړی شوی و او د یادو دواړو قومونو ترمنځ د تېرې شوو بدمرغیو شاهد دی.

هغه د پژواک له خبریال سره په مرکه کې وویل چې ده پخوا د پهلوان او باین قومونو ترمنځ د دښمنۍ له امله ارام ژوند نه درلود او تل به د ځان او اولادونو راتلونکي ته اندېښمن و.

هغه د یادو دوو قومونو ترمنځ د اختلافاتو اصلي لامل د شوروي اتحاد ځواکونو له لوري د هېواد له اشغال وروسته د جهادي تنظيمونو رامنځته کېدل وبلل او زیاته یې کړه: «له بده‌مرغه د همدې دښمنۍ له امله موږ ډېر ځوانان له لاسه ورکړي؛ حتی له دواړو لورو ځيني داسې کسان هم وژل شوي چې پر خپلو کرکېلو اخته وو او په شخړو کې يې هيڅ لاس نه درلود او يوازې د پهلوان يا باين قوم په نوم وژل شوي او ډېرې ښځې کونډې او ډېر ماشومان يتيمان شول.»

دغه قومي مشر زياتوي چې د ۴۰ کلنې دښمنۍ په پایله کې د ډېرو قربانيانو زغملو ترڅنګ، نه جبرانېدونکي زيانونه هم ور اوښتي دي.

دغه د پاخه عمر کس چې د پهلوان او باین قومونو ترمنځ د شخړې پر پای ته رسېدو او پخلاينې رامنځته کېدو خوښ دی وايي، ژوند کې نوې هیلې ورته پیدا شوې ‎او دروند بار يې له اوږو لرې شوى دى.

هغه هيله‌من دی چې په راتلونکي کې د یادو دوو قومونو ترمنځ د هيڅ اختلاف شاهد نه وي، د ورورولۍ په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي او د ځان او خپلو اولادونو لپاره ښه راتلونکی رامنځته کړي.

هغه وايي: «خوښ یو چې یوبل ته مو غاړه ورکړه او سوله چې یو الهی امر دی اطاعت مو یې وکړ، اوس هم ځوانانو ته زموږ نصیحت او سپارښتنه دا ده چې ‎اختلافات یوې خواته کړي، زده‌کړه وکړي او ټول لاسونه سره ورکړي او د خپلې سیمې او هېواد په پرمختګ کې مثبت ګامونه واخلي.»

په یادې ولسوالۍ کې ‎د باين قوم يو مشر حاجي محمد هم وايي، د حزب په نوم دښمنۍ د دغو دوو قومونو ترمنځ ژوند پر جهنم بدل کړی و.

نوموړی وايي: «د اختلافاتو له امله چې موږ یو په بل پسې وو او غچ مو اخیست، نه موږ او نه زموږ د کورنۍ غړو په ازاد ډول تګ راتګ کولای شو.»

هغه زياته کړه: «له بده‌مرغه موږ په ​​تېرو وختونو کې د همدې شخړو له امله نه شو کولای چې خپل کښتونو او کروندو ته رسېدنه وکړو او یا له یوه ځایه بل ځای ته لاړ شو، له دواړو قومونو به چې هر څوک یو ځای لیدل کېدل، هغه وژل کېدل. اوس د یادو دوو قومونو په سوله ‎او پخلاینې سره موږ کولای شو پرته له ویرې خپل کار او ژوند مخته یوسو.‎»

حاجي‌محمد وايي: «د دښمنیو پای ته رسېدل او په سوله‌ییز چاپېریال کې ژوند کول په دې معنی دي چې موږ ته بیا ژوند راکړل شو.»

نوموړي په یوه پیغام کې له نورو قومونو وغوښتل ‎چې خپل‌منځي اختلافات څنډې ته کړي او د تاوتریخوالي، نفاق او ورور وژنې د پای ته رسولو لپاره له دوی پند واخلي او یو بل ته غاړه ورکړي.

د غور والي مولوی احمدشاه دین‌دوست د یادو دوو قومونو ترمنځ د سولې فضا رامنځته کېدو هرکلی وکړو ویې ویل: «د تیورې ولسوالۍ د قومونو ترمنځ نننۍ سوله باید داسې یوه سوله وي چې د الله متعال او د هغه د پیغمبر د حکم پر اساس وي او دغه سوله د مینې او قومي اړیکو لامل وګرځي، څو د دغه ولایت نور قومونه ترې پند واخلي.»

نوموړي له ټولو خلکو وغوښتل چې خپل‌منځي یووالی او اتفاق وساتي او ټول د وروڼو په څېر په ګډه ژوند وکړي.

دغو قومونو په داسې حال کې خپل‌منځي اختلافات پای ته رسولي چې شپږ مياشتې مخکې هم د دغه ولايت تايمني او مهري قومونو د یاد ولايت د سيمه‌ييزې ادارې په منځګړتوب خپل څو کلن اختلافات پای ته ورسول او اوس په سوله کې ژوند کوي.

Visits: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.