ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د دوو قومونو ترمنځ ۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

نیمروز کې د دوو قومونو ترمنځ ۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
26 Jan 2023 - 15:33
نیمروز کې د دوو قومونو ترمنځ ۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
26 Jan 2023 - 15:33

زرنج (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د دوو قومونو ۸ کلنه دښمنۍ د سيمه‌ييزې ادارې، سپين‌ږيرو او مخورو په منځګړتوب پای ته ورسېده او یو بل یي په غېږو کې ونیول.

دغو دوو قومونو په دې وروستیو کې د مشرانو او ځینو حکومتي مسوولینو د هڅو په پایله کې دغه شخړه پای ته ورسوله او له یو بل سره پخلا شول.

د دلارام ولسوال ملا ګل‌نبي نافذ چې په دې قومي جرګه کې يې ګډون درلود، پژواک خبري اژانس ته یي وويل: «دغه دوه قومونه سره خپلوان دي او شخړه یې د ځمکې پر سر له  لفظي جنجاله پیل او بالاخره د خپل‌منځي اختلافاتو زیاتېدو لامل شوه چي ۸ کاله یې دوام وکړ.»

هغه زياته کړه، دواړه قومونه د دلارام ولسوالۍ د «کج‌ستار» کلي اوسېدونکي دي چې له يو بل سره د شخړې په پايله کې د نورزيو قوم يو غړى د ولاړزيو قوم له لوري وژل شوى او له څه مودې وروسته د ولاړزيو قوم يو غړى ورک شوی و او دوی فکر کاوه چې مخالف قوم خپل غچ اخیستی دی چې دغه موضوع د دوی تر منځ ۸ کاله جنجال رامنځته کړی و او لا یې هم دوام درلود.

د نافذ په خبره: «دغه قومونه چې یو بل سره کورنی تګ راتګ او خپلوي هم لري، له څو کلونو راهيسې يې د يو بل په غم ‎او خوښيو کې ګډون نه کاوه او اړيکې يې پرې کړې وې، خو نن د دلارام د سيمه‌ييزې ادارې د هڅو په نتیجه سره پخلا شول.»

د نورزيو قبیلې مشر ملا حفيظ‌ الله د جګړې او خپل‌منځي اختلافاتو په اړه وويل چې د دوى شخړه د دوو ځوانانو ترمنځ د لفظي شخړې کېدو له امله پيل شوه او هغوی لومړى فزيکي شخړه وکړه او له څه مودې وروسته د دوى يو ځوان ولاړزیو قبیلې له لوري ووژل شو چې دا کار د دوی تر منځ د دوښمنۍ لامل شو.

هغه زياته کړه، په هېواد کې اوږدې جګړې د ځوانانو او خلکو پر روحیه ناوړه اغېز کړى او ځوانان د نظر لږ اختلاف په رامنځته کېدو قهریږي او په احساساتي حالت کې پر ناوړه کړنو لاس پورې کوي چې د وینو تویولو ‎او کوچنیو ټولنو په ځانګړي ډول قومونو ترمنځ د نظم ګډوډولو لامل کېږي.

حفيظ الله زياته کړه: «که څه هم دوى په یاده دښمني کې يو ځوان قرباني ورکړې ده، هوډ یې وکړ څو پخلا شي، خو ځینو قومي مخورو یې مخالفت کاوه او قومي جرګو نتیجه نه ورکوله څو بالاخره د کلي‌والو، سیمه‌ییز حکومت او سپین‌ږیرو په هڅو سره نن دغې جرګې د خیر نتیجه ورکړه.»

هغه وویل، په افغانستان کې شخکړې، جګړې او وينې تویېدنې له ویجاړۍ پرته بله پايله نه ده ورکړې او که جګړې نتیجه ورکولای، نو په تېرو ۴۰ کلونو کې به د افغانستان خلکو ته دومره زيانونه نه رسېدل.

هغه وویل: «اوس ډېر خوښ یو چې له څو کلونو وروسته مو یو بل په غېږ کې ونیول او د سولې او امنیت په احساس سره کولای شو د خپلو اولادونو لپاره ښه راتلونکی جوړ کړو.»

د ولاړزيو د قبیلې قومي مشر عبدالستار چې په یاده دښمنۍ کې یې ورته زیان لیدلی او یو ځوان یې له لاسه ورکړی، وايي: «زموږ ترمنځ دښمنۍ په کلونو سره جلا کړي وو او پر دې سربېره چې قرباني مو هم ورکړې خو په نتیجه کې مجبور شوو څو سوله وکړو.»

هغه زیاته کړه، په سوله کې تل د ټولنې خیر او ښېګڼه نغښتې ده؛ ځکه خدای ج فرمایلي « والصلح خیرا» د جګړې په بدل کې ‎له ویجاړۍ او بربادۍ پرته بل څه نشته، «خوښ یو چې له ډېرو کلونو راهیسې نن کولای شو یو بل په خوشحالۍ سره ووینو او د ارامۍ احساس وکړو.»

هغه وویل، که څه هم دوی له یو بل سره کورنی تګ راتګ ‎لري، خو تل یې له یو او بله د وېرې او خطر احساس کاوه.

هغه زیاته کړه: «په لومړیو کې چې یو ځوان ووژل شو، له ماښام تر سهاره به ویښ وو او خپلې کورنۍ به مو بل کلي ته لېږدولې، د مقابل اړخ له یرغله به وېرېدو او امنیتي تدابیر به نیول.»

عبدالستار زياته کړه چې سوله د ارامۍ، امنيت او خوښۍ لامل ګرځي او خوښ دى چې له ۸ کلنې شخړې او وينې تويېدنې ‎وروسته  پخلا شول او اوس کولای شي په سوله کې ژوند وکړي.

یادو دواړو قومونو د سيمه‌ييزې ادارې او مخورو په منځګړی‌توب له څو جرګو او بحثونو وروسته خپل اختلافات پای ته ورسول او دې نتیجي ته ورسېدل چې د تاوتريخوالي، جګړې، وژنې او اختلافاتو دوام د حل لاره نه ده او بايد سولې او پخلاینې ته غاړه کېږدي او یو بل ته غاړه ورکړي.

دواړو لورو د خلکو او جرګې ‎په شتون کې ژمنه وکړه چې په پوره رښتینولۍ او حسن‌نیت سره شخړې پای ته رسوي او د وروڼو په څېر به ژوند کوي.

يوه ديني عالم مولوي محمدعيسى چې د دغو دوو قومونو ترمنځ شخړې په هواري کې يې اساسي رول درلود، پخلاينه یې په ټولنه کې د سولې د ټینګښت لامل وبلله.

د کج‌ستار کلي يو مخور صديق‌الله د دې دښمنۍ پای ته رسېدل په نېک فال نیسي او د انسان وژنې او تاوتريخوالي پاى یې بولي او زياتوي، مخکې د دغو دوو قومونو دښمني د کلي د نورو خلکو پر ژوند منفي اغېز کړى و او هيچا ‎د امنیت او ارامۍ احساس نه کاوه.

د هغه په خبره، د دې دښمنۍ له پای ته رسېدو وروسته یادو قومونو یو بل ته مېلمستیاوې وکړې او د پخلاينې په دود يې خوښي وکړه.

دغه راز د دغو قومونو مخور په یو پیغام کې نورو قومونو ته وايي چې خپل‌منځي شخړې شا ته پرېږدي او له دغو قومونو د تاوتریخوالي، نفاق او وروروژنې پای ته رسولو لپاره پند واخلي او یو بل ته غاړې ورکړي.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.