ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د چرګانو تر نیمایي ډېر فارمونه تړل شوي

بلخ کې د چرګانو تر نیمایي ډېر فارمونه تړل شوي

author avatar
7 Feb 2023 - 11:23
بلخ کې د چرګانو تر نیمایي ډېر فارمونه تړل شوي
author avatar
7 Feb 2023 - 11:23

مزارشریف (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): په بلخ کې د چرګانو د درملو او خوراکي توکو د بيو لوړېدو له امله د چرګانو له ٥٢٥ فارمونو څخه څه باندې ٣٠٠ یې تړل شوي دي.

د چرګانو فارم‌لرونکي وايي، د روان ژمي د سړې هوا له امله ګڼ شمېر چرګان تلف شوي او دوى ته يې مالي زيان ور اړولى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د چهارسنګ سيمې د چرګانو يوه فارم‌لرونکي وسيم پژواک اژانس ته وويل، د ژمي په پيل کې یې پنځه زره چرګان درلودل چې ٢٠٠٠ يې پلورلي او نور يې د سړې هوا له امله تلف شوي دي.

هغه وويل چې د چرګانو د تلفاتو له امله ۷۰۰ زره افغانۍ زیان ور اوښتی او حکومت باید مرسته ورسره وکړي.

دغه‌راز يوه بل فارم‌لرونکي شېراحمد پژواک ته وويل چې د سږني ژمي سړو څپو یې د فارم ټول چرګان له منځه وړي او دا مهال یې خپل فارم تړلی دى.

شېراحمد زیاتوي چې پخوا په بلخ کې ګڼ شمېر د چرګانو فارمونو فعالیت درلود، خو د چرګانو د خوراکي توکو او درملو د بیو لوړېدو له امله ګڼ شمېر دغه فارمونه تړل شوي دي.

همدارنګه يوه بل فارم‌لرونکي مولود‌الدین هم ورته څرګندونې وکړې او وویل، که حکومت د دوى ستونزو ته رسېدونه ونه کړي پاتې نور فارمونه به هم وتړل شي.

هغه وایي: «دانه قیمته شوې، درمل هم قیمته دي، که همداسې روان اوسو زیان کوو او مجبور یو خپل فارمونه وتړو.»

په همدې حال کې، د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د فارم‌لرونکو ستونزې مني.

د بلخ د کرنې ریاست د مالدارۍ برخې متخصص محمد وکیل نیازي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د چرګانو  ۵۲۵ فارمونو فعالیت درلوده، خو له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې یې څه باندې ۳۰۰ فارمونه تړل شوي دي.

دى هم د دغو فارمونو د تړل کېدو لامل د چرګانو د خوراکي توکو او درملو د بيو لوړوالى په ګوته کوي.

خو هغه وويل، هڅه کوي چې د يو شمېر موسسو په مرسته د چرګانو د فارم‌لرونکو ستونزې هوارې کړي.

د يادونې ده، د بلخ ترڅنګ په ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورته ستونزو له امله د چرګانو فارمونه تړل شوي دي.

Visits: 116

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.