Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱) د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې مسوولین وایي چې د دغې ادارې د سرپرست تر مشرۍ لاندې یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.

یادې ادارې په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي: «نن چهارشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت‌الرحمن شرافت په مشرۍ د امارتي ادارو یوه ګډ پلاوي ازبکستان هېواد ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال پروسې د نهايي کولو لپاره سفر وکړ.»

سرچینه زیاتوي، په دغه پلاوي کې د اقتصادي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست او ماليې وزارت استازي شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ازبکستان کې به د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې ته د حیرتان ـ مزارشریف رېل‌پټلۍ د انتقال ترڅنګ، له یاد هېواد سره د یوه هوکړه‌لیک نهایي کولو اړوند مفصل بحثونه هم وشي.

یاده اداره وایي: «تمه ده په دغه سفر کې د تفاهم‌لیک له لاسلیکولو سره د حیرتان – مزارشریف له اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل شي او په عادي توګه جریان ولري.»

دغه‌راز د سلواغې په ۱۲مه، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر کې ویلي وو چې له حیرتان بندره انتقالات د لنډ وخت لپاره ځنډېدلي، ملي سوداګر دې له صبر او زغمه کار واخلي او کوښښ دې وکړي چې بېړني او اړین توکي د اقینې بندر له لارې هېواد ته وارد کړي.

هغه زیاته کړې وه، دغه ځنډ د ازبکستان رېل‌وې له خوا رامنځته شوی او افغان رېل‌پټلۍ اداره په تخنیکي او عملیاتي اړخ کې کومه ستونزه نه لري.

د یادونې ده، ازبکستان ۱۳ کاله مخکې د حیرتان- مزارشریف ترمنځ ۷۵ کیلومتره رېل‌پټلۍ د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.