پلخمري (پژواک، ٢٠ سلواغه ١٤٠١): د بغلان ولايت په مربوطاتو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي د سلواغې په ٢٠ مه پژواک اژانس ته وویل، تېر ماښام د شمالي سالنګ په ملخانو سیمه کې یو سراچه موټر د تخنیکي ستونزې له امله له کمره غورځېدلی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ نهه کسان برسېرن ټپیان شوي دي.
همدارنګه د سالنګ لویېلارې د څار او ساتنې ادارې مسوول حافظ محمد یعقوب پژواک ته وویل چې د شمالي سالنګ په ملخانو سیمه کې د سراچه موټر د چپه کېدو پېښه کې د ٧ ماشومانو او دوو ښځو په ګډون لس کسان برسېرن ټپیان شوي چې ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله نذیر دغهراز وایي چې نن سهار هم د شمالی سالنګ په مربوطاتو کې د يوه کرولا موټر په ترافیکي پېښه کې درې کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ هم ولایتي روغتون ته په ترافیکي پېښو کې د نهو ټپیانو د راوړلو خبر ورکوي او وایي، د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دى.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن