[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پنځمه غونډه کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د بيبيسي د خبر له مخې، د افغانستان د وروستي وضعیت ارزونې په موخه یاده ناسته د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د روسيې، ایران، هندوستان، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو ملي امنیت شورا سلاکارانو په ګډون په مسکو کې وشوه.
د روسیې ملي امنیت شورا سلاکار نیکولای پاتروشیف د غونډې پرانیستونکې وینا پر مهال خبرداری ورکړ چې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې بهرنۍ پاتې وسلې کولای شي د افغانانو بېلابېلو ډلو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړي.
هغه اندېښنه څرګنده کړې، ویلي یې دي: «دا وسله کولای شي تور بازار ته لار ومومي او د ترهګرو لاس ته ورشي.»
د افغانستان سرپرست حکومت ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد څو ورځې مخکې په داسې ناستو کې د دوی د استازي پر ګډون ټينګار کړی و.
د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمټ' ناستې له ۲۰۱۷ کال راهیسې پیل شوې. په پیل کې د دې ناستې موخه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام او طالبانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته لار هوارول او سیمهییز امنیت تضمینول بلل کېده.
دا د خپل ډول ناستو پنځمه هغه ده چې د روسیې په کوربهتوب ترسره کېږي.
د روسیې ملي امنیت شورا سلاکار دې ناستې ته وویل: «لوېدیځ ایتلاف افغانستان کې یوه زیاته اندازه وسله پرېیښې چې په کې زغرهوال پوځي ګاډي، چورلکې، ټانکونه او هوا ضد بېلابېلې سپکې او درنې وسلې شاملې دي.»
د نوموړي په وینا، دغو وسلو ته په سیمه کې د یوه لوی ګواښ په سترګه کتل کېږي. هغه دغه راز ادعا کړې چې په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو د حضور پر مهال په دغه هېواد کې د کوکنارو او مخدره توکو کرکېله ۴۰ برابره ډېره شوې وه.
د روسیې ملي امنیت شورا سالاکار نیکولای پاتروشیف په خپلو خبرو کې وویل: «په افغانستان کې د امنیت، ثبات، سولې او پرمختګ راتګ زمونږ اصلي لومړیتوب دی.»
د ایراني رسنیو له قوله، د دغه هېواد ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني د مسکو په دې ناسته کې په افغانستان کې د ټول ګډون حکومت نه جوړولو له امله نیوکه وکړه.
هغه زیاته کړې، د افغانستان په حکومت کې د ټولو قومونو او ګوندونو د ونډې او د افغانستان ثبات اړوند په نورو برخو کې د بېلابېلو قشرونو د ګډون اړوند نور خنډ او ځنډ به نه یوازې ګټه ونه کړي، بلکې د افغانستان اوسنۍ ستونزې به لا ډېرې کړي.
هغه د افغانستان له پولو هاخوا د ناامنیو غځېدو په اړه هم د غونډې ګډونوالو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: «باید اجازه ورنه کړل شي هغه ناامنۍ چې افغانان ورسره مخ دي، د سیمې په ناامنۍ واوړي.»
نوموړي یو ځل بیا امریکا تورنه کړه چې په پرلهپسې ډول هڅه کوي افغانستان د ناامنۍ او ترهګرۍ پر مرکز بدل کړي.
شمخاني ویلي، ایران په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو ازادېدل غواړي او دا شتمني باید د امریکا له خوا له بندیزونو سره مخ نه شي.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار اجیټ دووال د مسکو ناستې ته ویلي چې دوی به هيڅکله افغانستان هېر نه کړي.
هغه زیاته کړې، افغانستان له سختو حالاتو تېریږي او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې له دغه هېواد سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت د مسکو ناسته کې د ګډونوالو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP