Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې له پوځي زده‌کړو تازه فارغ شل افغان محصلین هېواد ته ستانه شول

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): شل افغان محصلین د هندوستان یوه پوځي اکاډمي کې له زده‌کړو وروسته بېرته هېواد ته ستانه شول.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه محصلین پرون هېواد ته ستانه شول.

سرچینې زیاته کړې، په تېر نظام کې هندوستان ته د نظامي زده‌کړو لپاره تللي وو، د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د هدایت پر اساس بېرته هېواد ته راستانه شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، یادو محصلینو د ملي دفاع وزارت مسوولینو له هلو ځلو  د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په هر حالت کې د خپل هېواد د دفاع لپاره خدمت ته چمتو دي.

دغه وزارت وایي، څو میاشتې مخکې هم لسګونه محصلین هېواد ته راستانه شوي وو چې د یاد وزارت له لوري د ملي اردو لیکو ته جذب شوي دي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.