جلالاباد (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د سوداګرۍ، صنعت او کرنې خونو له لوري د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون چې د «عالي دي، افغاني دي» تر سرلیک لاندې په مرکز جلالاباد ښار کې جوړ شوی، د بېلابېلو کورنيو توليدي شرکتونو او فابريکو توليدات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نندارتون جوړوونکي وايي، په نندارتون کې په ۱۷۰ غرفو کې وچې او تازه مېوې، سبزيجات، حبوبات، د بېکریو تولیدات، ماشينالات، تعميراتي مواد، قالېنې او نور هېوادني توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخوند سوداګرو، پانګهوالو او صنعتګرو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت ستونزه حل شوې او د نورو ستونزو د حل په برخه کې به يې هم هڅې وکړي.
هغه زياته کړه: «موږ درې تاريخي عايداتي سرچينې زراعت، مالداري او صنعت لرو؛ که ښه پاملرنه ورته وشي په ټولو برخو کې به خودکفا شو؛ مونږ ښه اب او هوا، ډېرې اوبه، پراخې کرنيزې ځمکې، قيمتي کانونه او په ټولو برخو کې ښه کادرونه لرو.»
د افغانستان د سوداګرۍ خونې عمومي رييس محمديونس مومند له هېوادوالو وغوښتل چې له هېوادنيو توليداتو په ګټې اخېستنې دې د خپل صنعت، کرنې او سوداګرۍ ملاتړ وکړي.
د ننګرهار د صنعت او کانونو خونې رييس تورملنګ شګیوال وويل، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، په ۱۷۰ غرفو کې بېلابېل کورني توليدات نندارې ته اېښودل شوي چې موخه یې دغو توليداتو ته بازارموندنه ده.
په ورته وخت کې، صنعتګر له خلکو غواړي چې له خپلو هېوادنيو توليداتو ګټه واخلي او د هېواد د توليداتو ملاتړ وکړي.
په ننګرهار کې د شاتو د پروسس او توليد يوه شرکت مسوول عاشقالله رودوال وايي، که خلک د خپل وطن له توليداتو څخه ګټه واخلي نو په کور دننه به د کار زیاتوالي لامل شي او ترڅنګ به يې د بهرنیو وارداتو مخنیوی هم وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP