Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر سره ولیدل

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر سره لیدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفر تاکاشي اوکادا سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د سیاسي، بشري همکاریو او د افغانستان اوسني وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امیرخان متقي د روان کال د سلواغې په ۱۷مه د قطر بهرنیو چارو له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره هم لیدلي او په افغانستان کې یې د ثبات تضمینوونکې اجماع پر جوړېدو ټینګا وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.