کندهار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین مولوي عبدالحق همکار وايي، د نشهيي توکو کښت او قاچاق -چې د افغانستان ترڅنګ نړۍ ته هم خطر و- په بشپړ ډول بند شوي؛ نړۍوالې ټولنې ته په کار ده چې په مقابل کې یې له افغان کروندګرو سره په بدیل معیشت کې مرسته وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال نن په یوه غونډه کې وکړې چې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په تړاو جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کندهار د ولایتي ادارې مسوولینو، ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
همکار غونډې ته په خپله وینا کې وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان سره سم یې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي لپاره جدي ګامونه اخیستي دي.
هغه زیاته کړه، کوم کسان چې سرغړونه کوي، نشهيي توکي کري او یا یې پېر او پلور کوي، قانوني چلند ورسره کېږي.
نوموړی وايي، له تېر حکومته شاوخوا ۳.۵ میلیونه پر نشو روږدي کسان اسلامي امارت ته ورپاتې دي چې لامل یې د نشهيي توکو کښت، قاچاق او فساد و.
د همکار په خبره، د نشهيي توکو کښت او قاچاق -چې د افغانستان ترڅنګ نړۍ ته هم خطر و- په بشپړ ډول بند شوي، اوس نړۍوالې ټولنې ته په کار ده چې په مقابل کې یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي.
هغه وویل، په دې تړاو یې د نړۍوالې ټولنې له استازو سره خبرې کړې او له هغوی یې د مرستې غوښتنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، که نړۍواله ټولنه رښتیا ځان د افغانانو خواخوږې بولي او په بشردوستانه برخه کې همکاري کوي، نو اوس ډېر ښه وخت دی چې له افغانانو سره د بدیل معیشت او نشهيي توکو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.
نوموړی وايي: «له هغه وروسته چې د اسلامي امارت مشرتابه د کوکنارو او نورو نشهيي توکو د بندېدو حکم کړی، په هېواد کې د نشهيي توکو پر ضد ۳۷۰۰ بېلابېل عملیات شوي، ۱۱۴۷ هکتاره ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښت څخه پاکه شوې، ۴۰۴ ټنه بېلابېل نشهيي توکي ترلاسه شوي، ۴۶۵۰ مظنونین د نشهيي توکو د پېر او پلور په تړاو نیول شوي، ۱۴۸ د الکولي مشروباتو فابریکې له منځه وړل شوې او ۷۵ زره پر نشو روږدي کسان راټول شوي او روغتیايي مرکزونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.»
په غونډه کې د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا هم خبرې وکړې او ویې ویل: «د نشهيي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی د امیر امر دی، د امیر امر واجب دی او باید عملي شي، هر چا چې نشهيي توکي کرلي وي، باید خپله یې له منځه یوسي، مجاهدین دې نه مجبوروي چې په زور یې ور مات کړي.»
دغهراز د کندهار امنیه قوماندان مولوي رحیمالله محمود هم په خپلو خبرو کې د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو وغوښتل چې دوی ته د مشرتابه راجع کېدونکو فرمانونو په عملي کولو کې ځنډ ونه کړي.
هغه زیاته کړه، ټول هغه کسان باید پيدا شي چې په پټه توګه کوکنار یا نور نشهيي توکي کري او یا یې پېر او پلور کوي، هغوی باید قانون ته وسپارل شي.
د کندهار د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر رییس مولي عبدالرحمن طیبي بیا د غونډې ګډونوالو ته د نشهيي توکو د کر او کارولو زیانونه بیان کړل او له خلکو یې وغوښتل چې په مخنیوي کې یې باید مرسته وکړي.
د یادونې ده، د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین مولوي عبدالحق همکار پرون زابل ته سفر کړی و او د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په تړاو جوړه شوې غونډه کې یې ویلي وو چې د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم په ټول هېواد کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي ټینګ هوډ لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP