Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلقیس احمدي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «جنډر» معتبره جایزه ترلاسه کړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): افغاني‌الاصلې امریکایۍ مېرمن بلقیس احمدي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «جنډر» معتبره جاېزه ترلاسه کړه.

د کابل پرېس کلب د خبر له مخې، نوموړې ته دغه جایزه پرون ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خوا ورکړل شوه.

بلینکن مېرمن احمدي ته د دغې جایزې ترلاسه کولو له امله مبارکي ویلې او د نوموړې د ټولو هغو هڅو ستاینه وکړه چې هغې په افغانستان کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو د ملاتړ په موخه ترسره کړې دي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم مېرمن احمدي ته د دغې جایزې مبارکي ورکړې ده.

نوموړې ویلي، دا جایزه د افغان ښځو، نجونو او د افغانستان له زیان‌منونکې ټولنې څخه د ملاتړ په موخه د بلقیس احمدي له کار او زیار څخه د قدردانۍ یوه تر ټولو غوره لاره ده.

مېرمن احمدي چې د امریکا متحدو ایالتونو تابعیت لري، اوسمهال د دغه هېواد د سولې په انسټيټیوټ کې کار کوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.