Language

ترکیه کې د افغانستان سفارت: د افغانانو وضعیت معلومولو لپاره مو د زلزلې ساحې ته پلاوی استولی

اټلانټا (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، د افغانانو وضعیت او ورته د اوښتو زیانونو معلومولو په موخه یې د دغه هېواد زلزله‌ځپلو سیمو ته یو پلاوی استولی دی.

په انقره کې د افغانستان د سفارت مرستیال محمد مصدق فقیري د سلواغې په ۲۰مه پژواک اژانس ته وویل، استول شوی پلاوی به په سیمه کې له څېړنو او پلټنو وروسته خپل راپور او معلومات له سفارت سره شریکوي.

هغه زیاته کړه چې دغه معلومات به بیا له رسنیو سره شریک شي.

فقیري وویل، اوسمهال د ترکیې حکومت اونړۍوالو لومړیتوب د مرستو رسونه او د ژغورنې عملیات دي.

login or register a new account.