اټلانټا (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، د افغانانو وضعیت او ورته د اوښتو زیانونو معلومولو په موخه یې د دغه هېواد زلزلهځپلو سیمو ته یو پلاوی استولی دی.
په انقره کې د افغانستان د سفارت مرستیال محمد مصدق فقیري د سلواغې په ۲۰مه پژواک اژانس ته وویل، استول شوی پلاوی به په سیمه کې له څېړنو او پلټنو وروسته خپل راپور او معلومات له سفارت سره شریکوي.
هغه زیاته کړه چې دغه معلومات به بیا له رسنیو سره شریک شي.
فقیري وویل، اوسمهال د ترکیې حکومت اونړۍوالو لومړیتوب د مرستو رسونه او د ژغورنې عملیات دي.
د نوموړي په وینا، د غېر رسمي، غېرنهایي او ناتایید شوو راپورونو له مخې چې هلته یې له مېشتو افغانانو ترلاسه کړي، ښايي په دغه زلزله کې تر ۱۰۰ افغانانو ژوند له لاسه ورکړی وي.
تر دې مخکې ځینو رسنیو هلته د مېشتو افغانانو په حواله خبر ورکړی و چې تر سلو پورې افغانانو ته د زلزلې له امله مرګژوبله اوښتې ده.
د تېرې دوشنبې په سهار دوو پرلهپسې سختو زلزلو د ترکیې سوېلختیځ او د سوریې لوېدیځې سیمې ولړزولې. د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ او د دویمې یې ۷.۵ درجې وه.
د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې یادو زلزلو د دغه هېواد لس ولایتونه سخت ځپلي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
د ترکیې حکومت ویلي، تر اوسه د زلزلې له امله له ۱۶ زرو ډېر کسان مړه او شاوخوا ۶۵ زره نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په سوریه کې هم پنځه زره کسان مړه او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










