Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک سبا ۱۷میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک نن د سلواغې په ۲۲مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۱مه (۱۴۰۱/۱۱/۲۳) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۷ میلیون امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.»

یاد بانک پر شرایطو برابرو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو  شرکتونو غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د یادونې ده، د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۱ لمریز کال له پیله تر اوسه د افغانیو ثابت ساتلو په موخه څه باندې ۷۵۲ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.