کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د اووه ورځې مخکې په پرتله، د سرو زرو او اوبلن ګازو بيې لوېدلې دي، خو د نورو لومړنیو اړینو توکو په بيو کې بدلون نه دی راغلی.
د اوبلن ګاز بیه ټیټه شوې
د «احمديار ګروپ» تېلو ټانک يوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن هم تېرې شنبې په څېر د يو لیتر پټرولو بيه ٧٠ افغانۍ او د يو لیتر ډېزلو بيه ٨٦ افغانۍ ده.
د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې يو ګازپلورونکی محمدشريف وايي، نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٧٦ څخه ٧٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
د هغه په وینا، د اوبلن ګازو د بیې ټيټېدو لامل د خلکو تقاضا کمېدل او د وارداتو زیاتوالی دی.
د خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی
د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي وويل، نن هم د اووه ورځې مخکې په څېر د ٤٩ کيلوګرام قزاقي اوړو عمده پلور بيه ۲۱۵۰ افغانۍ، د ۲۴.۵ کيلوګرامه پاکستاني لومړۍ سېله وريجو بيه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ١٦ لیتره مالیزیایي غوړيو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرام هندۍ بورې بیه ۲۷۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقايي چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځینو توکو پرچون بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې کم خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په «دهنباغ» سیمه د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وويل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کيلوګرامه قزاقي اوړو بيه ٢٢٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کيلوګرام پاکستانۍ لومړۍ سېله وريجو بيه ۳۰۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کيلوګرامه هندۍ بورې بیه ۲۸۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لیتره مالیزیایي غوړیو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۵۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیه لوېدلې ده
د کابل ښار په تيمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بيه له ۴۵۵۰ څخه ۴۴۰۰ افغانيو ته او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۶۰۰ څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بيو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بيو له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیه
د کابل ښار په شهزاده سراى کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسين وويل، نن د يوه امريکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۹.۵۰ افغانۍ دي او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۳۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په ۱۵مه د يوه امريکايي ډالر د پېر بیه ۸۹ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۳۰ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP